په ٢٠١٢ کال کې کومو نويو لوبغاړو ته سترگې ور اوړي؟

افغان لوبغاړي

٢٠١٢کال د افغانستان د کريکټ لپاره خورا مهم کال دى.

سږ کال د افغانستان د ١٩ کلنو لوبډله په نړيوالو اتلوليو کې برخه اخلي. ملي لوبډله مو د شل اوريزو نړيوالو اتلوليو د غوراوي په پړاو کې بخت ازمويي.

د ٢٠١٥ کال د نړيوالو اتلوليو د غوراوي ځينې نورې لوبې هم لرو. هره لوبډله د نويو لوبغاړو راتلو ته اړتيا لري.

که نوي ځوانان رانه شي د نړۍ تر ټولو تکړه لوبډله هم يوه نه يوه ورځ ختميږي.

له ښه مرغه په افغانستان کې گڼ نوي او تنکي ځوانان شته چې زموږ هيله پوره کولى شي.

دلته زۀ پنځه لوبغاړي يادوم. يو تيز بالر، يو ويکټ ساتونکى او درې بيټسمينان چې ورو بالينگ هم کولى شي.

زۀ دا نه وايم چې موږ يوازې همدا لوبغاړي لرو خو زما په خيال همدا لوبغاړي ښايي په ٢٠١٢ کال کې سر راپورته کړي او په ملي لوبډله کې د ځان لپاره ځاى پيدا کړي او يا خپل پيدا کړى ځاى پوخ کړي.

آفتاب عالم ( تيز بالر، ١٩ کلن)

آفتاب عالم یو تیز ښی مټی توپ اچونکی يا بالر دی.

د هیواد ملي ۱۵ کلنې لوبډلې کپتان پاتې شوی دی ، په کمکي عمر يې لا گڼې لاسته راوړنې او اتلولۍ لرلي دي.

د ۱۵ کلنې لوبډلې له کپتانۍ وروسته نوموړي د ۱۷ کلنو په ملي لوبډله کې لوبه وکړه او تر ننه پورې د کلنو۱۹ په ملي لوبډله کې لوبه تر سره کوي.

همدارنګه نوموړي د ملي ۱۹ کلنې لوبډلې کپتاني هم تر سره کړې ده.

افتاب عالم له فزیکي پلوه تکړه او د غوره جسامت درلودونکی لوبغاړی دی چې ډیر زحمت ایستونکی دی. آفتاب عالم په هره سیالۍ کې ځانګړی کوشش کوي.

له دې سره سره، آفتاب عالم د سترو شارټونو پوره صلاحیت هم لري، نوموړی د تاج ملک عالم، هستي ګل عابد او کریم صادق کشری ورور دی او زه پوره امید لرم، څرنګه چې اوس آفتاب عالم پر مخ روان دی نوموړی به په راتلونکي کې د افغانستان ملي لوبډلې له مهمو لوبغاړو څخه وي.

دۀ وار دمخه د ملي لوبډلې څخه رسمي يو ورځنۍ لوبې يا ون ډې انټرنشنل لوبې کړي دي او څوک يې مايوسه کړي نه دي. ٢٠١٢ کال به د دۀ د لا غوړيدا لپاره مهم وي.

افسر ځاځی ( ويکټ ساتونوکى ١٩ کلن)

افسر ځاځی ډير ښه ویکټ کیپر يا ويکټ ساتونکى دی .

د هیواد ملي ۱۵ کلنو، ۱۷ کلنو او ۱۹ کلنه لوبډلو کې یې غوره لوبې تر سره کړي او ډیرې ښې لاسته راوړنې یې لرلي دي.

نوموړی ښی مټی بټسمن هم دی چې د بیټ وهنې په برخه کې هم ځانته ځانګړتیاوې لري.

زما په آند، افسر ځاځی د هیواد د کريکټ راتلونکي لپاره یو ډیر تکړه لوبغاړی ښايي ثابت شي.

افسر ځاځی لوړه ځواني لري او له ځوانۍ سره سره له فزیکي پلوه پوره چمتووالى لري.

نوموړی په ویکیټ کیپنګ او بیټ وهنه کې ډیره خواري کوي او د غټو شارټونو پوره صلاحیت لري. افسر ځاځی د هیواد د کريکټ پرمختیا په ډګر کې یو غوره راتلونکی لري.

لکه څرنګه چې نوموړی په خپل مسلک کې خورا زیار باسی، انشاء الله هغه ورځ لیرې نه ده چې افسر ځاځی به د هیواد کريکټ ملي لوبډلې لپاره ډیر څه وکړي.

حشمت الله شهیدي ( کيڼ لاسى بيټسمن ١٨ کلن)

حشمت الله شهیدي د هغو ځوانانو له جملې څخه دی چې یو ډول طبعي استعداد پرې د څښتن تعالی ج له لوري لورول شوی دی.

نوموړی چپ لاسۍ بیټ وهونکی او ښی مټی ورو توپ اچونکی يا سپين بالر دی. حشمت الله شهیدي د هیواد په ملي ۱۵ کلنو او ۱۷ کلنو لوبډلو کې لوبې تر سره کړې دي او اوس مهال د هیواد په ملي نولس کلنه لوبډله کې لوبې تر سره کوي.

حشمت الله شهیدي ډیر په زړه پورې ځمکني شارټونه وهي.

په ونه ټیټ دی خو په صلاحیتونو او اخلاقي لحاظ لوړ ځوان دی. نوموړی ډیر زحمت ایستونکی او په ډیرو هیلو سمبال دی چې د هیواد لپاره د ډیرو خدمتونو تر سره کولو زورورې هیلې له ځانه سره لري.

د ١٩ کلنو په راتلونکي نړیوال جام کې له حشمت څخه ډیرې هیلې لرو او امید دی چې نوموړی به د هیواد کريکټ راتلونکي لپاره ښه رول ولوبوي.

زما په آند، هغومره استعداد چې زه یې په حشمت کې وینم، تر اوسه پورې هغسې نه دی ځلیدلی او هیله کیږي چې نوموړی به د افغانستان د راتلونکو ستورو څخه یو مهم او ځلانده ستوری وي.

ناصر جمال احمدزی ( بيټسمتن ١٩ کلن)

قاري ناصر جمال احمدزی د هیواد د کريکټ لپاره یوه بله له استعداده ډکه څیره ده چې د هیلو کاروان به د بریالیتوبونو تر ډګره بدرګه کړي.

نوموړي د هیواد د ۱۷ کلنو په لوبډله کې هم برخه اخیستې وه او اوس د هیواد په ملي نولس کلنه لوبډله کې د ښي مټي بیټ وهونکي په توګه دنده ترسره کوي او په خپله رشته کې د ځانګړي استعداد درلودونکی لوبغاړی دی.

نوموړي د ۱۹ کلنو لوبډلې لپاره د نړيوالو غوراويو په لوبو کې د نمیبیا پر خلاف په ډیر اساس وخت کې ۶۵ منډې وکړې او له دې سره یې افغانستان ته د نړیوال جام سیالیو په لور د تګ لاره هواره کړه.

قاري احمدزی لوړه ځواني لري، د قرآن کریم حافظ دی او د خورا نیکو اخلاقو څښتن دی.

نوموړی د غوره شارټ وهلو صلاحیت لري او د ډیر وخت لپاره په ویکټ د پاتې کیدو ځواک لري.

نوموړی د افغانستان د کريکټ پرمختیا په ډګر کې یو غوره راتلونکی لري او پوره توقع ترې کیږي چې په راتلونکي کې هم د افغانستان لپاره ډیر خدمت ترسره کړي.

نجیب ځدراڼ ( کيڼ لاسى بيټسمن ١٨ کلن)

نجيب ځدراڼ یو چپ مټی بیټ وهونکی لوبغاړی دی چې د غټو شارټونو په ترسره کولو کې ځانګړی شهرت لري.

نوموړی په ملي ۱۵ کلنې، ۱۷ کلنې، ۱۹ کلنې او ملي لوبډله کې ډیرې لوبې تر سره کړي دي چې مدام یې له ځانه خورا استعداد او غوره فعالیت ښودلی دی.

نجيب ځدراڼ له فزیکي پلوه سمبال او د قوي مټو څښتن لوبغاړی دی چې له قوي جسامت سره سره د نیکو اخلاقو درلودونکی هم دی.

نوموړي د پاکستان په کراچۍ کې د راولپنډۍ لوبډلې پر خلاف ډیره ښه بیټ وهنه تر سره کړه او د خپلو غټو شارټونو صلاحیت یې د کريکټ ټولو مینه والو ته په اثبات ورساوه.

له نوموړي څخه ډیرې هیلې کیږي او تمه ده چې نجيب ځدراڼ به د افغانستان لپاره په راتلونکې کې هم تر دې ډیرې لاسته راوړنې ولري.

زما په آند نجيب ځدراڼ ډیر ځلې له حوصلې څخه کار نه اخلي او همدا بې حوصلې توب د نوموړي وړتیاوې تر ډیره بریده تر اغیز لاندې راولي، خو پوره باور لرم چې په نوموړي کې ډیر صلاحیتونه دي او انشاءالله په راتلونکې کې به د افغانستان له ډیرو مهمو لوبغاړو څخه شمیرل کیږي.

که تاسو څه پرې زياتول غواړئ نو د بي بي سي په پښتو فيسبوک کې پرې تبصرې ولولئ او خپلې پرې زياتې کړئ

ورته مطالب