فوټبال: په درجه بنديو کې افغانستان تر پاکستان مخته شوى

افغان فوټبال
Image caption افغانستان د ٢٠٦ هيوادونو په کتار کې اوس ١٧٧ نمبر لري

په هند کې تېره مياشت د سويلي اسيا د هيوادونو په فوتبال اتلوليو کې د افغانستان کم ساري پرمختگ په نړيوالو درجه بنديو کې هم ځان وښود.

په هغو سياليو کې په نه مننوونکي ډول افغانستان ځان تر پايلوبې ورساوۀ چې هغه يې د کوربه هيواد هند څخه وبايلله.

خو د سويلي اسيا په اتلوليو کې افغان لوبډلې سرېلنکا، بوټان او سرېلنکا ته ماتې ورکړې وې او له هند سره يې خپله لومړنۍ لوبه مساوي ختمه کړې وه.

د فوتبال د نړيوال فدراسيون له خوا په خپرو شويو نويو درجه بنديو کې افغانستان د دوه سوه شپږو هيوادونو په کتار کې يو سلو اوه اويايم نمبر خپل کړى دى.

دا تر تير ځل يوه درجه پورته حالت دى.

څو کاله وړاندې افغان فوټبال د پاى په درو هيوادونو کې و.

د نويو درجه بنديو له اعلان سره افغانستان تر پاکستان دوه او تر سرېلنکا څلور درجې وړاندې تللى دى.

د سيمې په نورو هيوادونو کې قرغزستان خورا شاته دى.

لومړي نمبر

د دغو درجه بنديو ترمخه د نړيوالو او اروپايي اتلوليو اتل هيواد اسپانيا په لومړي نمبر ده.

هالند چې په تيرو نړيوالو اتلوليو کې د پايلوبې بايلودونکى هيواد و په دويم نبمر راغلى دى.

جرمني، يوراگواى، انگلستان، برازيل، پرتگال، کرويشيا، ايتاليا او ارجنتاين يو په بل پسې تر لسم نبمر پورې راغلي دي.

جاپان په نولسم نمبر دى او د اسيا د لويې وچې تر بل هر هيواد وړاندې دى.

جنوبي کوريا په دوه ديرشم نمبر او ايران په پنځه څلوېښتم نمبر دى.

په سويلي اسيا کې نيپال تر ټولو وړاندې دى چې يوسلو دريپنځوسم نمبر لري، تيره مياشت افغانستان نيپال ته په نيمه پايلوبه کې يو صفر ماتې ورکړې وه.

بنگله ديش يوسلو اووه پنځوسم او هند يوسلو دوه شپيتم نمبر لري او په سويلي اسيا کې تر افغانستان وړاندې دي.

ورته مطالب