شهزاد لومړنى افغان کريکټ ستورى چې زر منډې يې پوره کړې

محمد شهزاد
Image caption شهزاد په گڼ ورځنيو، يوه ورځنۍ او شل اوريزو هر ډول لوبو کې خپله وړتيا ښوولې ده

څلوريشت کلن محمد شهزاد يوازې په لسو لوبو کې د فسټ کلاس يا گڼ ورځنيو لوبو په ترڅ کې تر زرو ډيرې منډې پوره کړې.

دا زر منډې د انگلستان په شمول د داسې هيوادونو له بالرانو سره وې چې خورا ډيره تجربه يې لرله.

شهزاد په لومړي ځل فسټ کلاس لوبه په زمبابوې کې وکړه.

د ٢٠٠٩ کال د اگست په نيمايي کې ترسره کيدونکې دغه لوبه گڼو نورو افغان لوبغاړو ته هم لومړنى وه.

شهزاد د زمبابوې له تکړه لوبډلې سره په اول ځل ٧٩ او په دويم وار ٤١ منډې وکړې.

له هغه وروسته محمد شهزاد د ايرلنډ، سکاتلند، کانادا، هالنډ، کينيا او اماراتو باران د خپل بيټ په گوزار داسې ټپي کړل چې ډير ورته گوته په غاښ شول.

شهزاد تر اوسه اته پنځوسيزې او دوه سليزې کړې دي.

غبرگه سليزه

په سليزو کې يې يوه غبرگه وه چې بايللې لوبه يې افغانستان ته وگټله

لوبه له کانادا سره په شارجه کې وه.

کانادا د نژدې ٥٠٠ منډو هدف وټاکۀ، د لوبې وروستۍ ورځ وه، هيله دا وه چې افغانستان له ماتې ځان وژغوري.

خو د شهزاد نيت بل و.

دۀ ناسوځېدلې ٢١٤ مندې وکړې چې لا تر اوسه د کوم افغان لوبغاړي له خوا په گڼ ورځنيو لوبو کې په يو وار تر ټولو ډيرې منډې دي.

د شهزاد همدا ځليدل و چې د کريکټ د نړيوالې شورا په منتخب ټيم کې يې هم ځاى وموند.

شهزاد په فسټ کلاس لوبو کې زر منډې د کريکټ شورا د منتخب ټيم له لورې له انگلستان سره پپه لوبه کې پوره کړې.

انگلستان همدا شېبه په پنځه ورځنيو لوبو کې د نړۍ اول نمبر لوبډله ده.

دغه وياړ انگلستان ته تر ډيره بالرانو په برخه کړى دى.

خو شهزاد په اول وار ٥١ او په دويم ځل ٧٤ منډې پرې وکړې او د انگريز بالرانو د سترگو ازغى شو.

شهزاد ښه ويکټ ساتونکى هم دى.

له انگلستان سره په لوبه کې يې په اول وار څلور کيچونه ونيول.

په تيرو نهو لوبو کې دۀ ٣٣ کيچونه نيولي او څلور کسه يې سټمپ کړي دي.

که د شهزاد پالنه او روزنه وشي دا امکان شته چې دى به خورا نور ريکارډونه هم جوړ کړي او د افغانستان کم سارى لوبغاړى به وي.

ورته مطالب