پاکستان په کریکټ کې انګلینډ ته تاریخي ماتې ورکړه

Image caption د پاکستان رو او کیڼ لاسي بالر عبدالرحمن په لسو اورونو کې یوازې ۲۵ رنزونه ورکړل او د انګلینډ ۶ لوبغاړي یې وسوځول.

د عربو اماراتو په ابو ظبۍ ښار کې د نړۍ د ټسټ سیالیو د اتل او پاکستانۍ لوبډلې ترمنځ پنځه ورځنیو سیالیو سیریز پاکستان دوه صفر وګاټه.

د دویم ټیست پچه د روانې میاشتې په ۲۱ نېټه پاکستان وګټله او خپله یې د منډو جوړولو پریکړه وکړه، خو میدان ته په کتو د پاکستانیانو دغه پریکړه هومره ښه ثابته نه شوه.

پاکستان د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره په خپله لومړۍ پاڼۍ کې انګلینډ ته ۲۵۷ رنزونو هدف و ټاکه چې کپټان مصباح الحق ۸۴ اتیا او ځوان لوبغاړي اسد شفیق ۵۸ رنزونه ول.

انګلینډ په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۳۲۷ رنزونه وکړل او پر پاکستان یې ۷۰ رنزونه زیات کړل، خو پاکستاني بیټسمینان په دویمه پاڼۍ کې هومره ښه و نه ځلیدل او یو په بل پسې ژر ژر وسوځېدل په ځانګړي ډول د سر څلور لوبغاړي یې، خو دوو ځوانو بیټسمینانو اظهر علي او اسد شفیق د شاوخوا اویا منډو په ملګرتیا یوازې انګلستان ته د ۱۴۴ رنزونه هدف وټاکه.

ظاهراً دغه هدف ډېر اسانه دی، هغه هم په ټست لوبو کې، خو د پاکستان رو بالرانو دا وښودل چې په کرکټ کې ان د سلو رنزونو هدف هم باید اسانه ونه بلل شي.

د پاکستان ورو او کیڼ لاسي بالر عبدالرحمن په لسو اورونو کې یوازې ۲۵ رنزونه ورکړل او د انګلستان ۶ لوبغاړي یې وسوځول چې دا یې تر دې دمه د ټسټ سیالیو تر ټولو ښه توپ اچونه بلل کېږي.

سید اجمل بل هغه رو بالر و چې د دریو انګلینډي لوبغاړو په سوځېدو یې دغه لوبه د پاکستان په ګټه پای ته ورسوله.

د انګلستان ټول ټیم په ۷۲ رنزونو وسوځېد، دا د ویم ځل چې انګلینډ د خپل کریکټ په تاریخ کې په دومره کمو منډو سوځیږی.

پاکستان له انګلینډ نه خپله لومړنۍ ټست لوبه هم ګټلې او دریمه به یې د فبرورۍ په ۳ نيټه په دوبۍ کې پیلېږي.

ورته مطالب