ټنس: ویکتوریا ازارینکا د استرالیا د ښځينه ټنس اتله شوه

ویکتوریا ازارینکا
Image caption ازارینکا په ۲۰۱۱ کال هم په نیمه پایلوبه کې اتله شوې وه.

د استرالیا د ټنس په پرانیستې پایلوبې پرمهال د ټنس په ډګر کې وتلې لوبغاړې ماریا شرپووا د خپلې هموطنې ویکتوریا ازارینکا پر وړاندې ماتې خوړلې ده.

د شنبې ورځې (د جنوري ۲۸) د ملبورن په دغو ټنس سیالیو کې ازارینکا پر خپلې بلاروسۍ هموطنې ماریا شرپووا ۶-۳-۶-۰ بریا ومونده.

په دې سره ازارینکا د نړیوال ټنس اتله شوه.

ازارینکا په ۲۰۱۱ کال هم په نیمه پایلوبه کې اتله شوې وه.

بلاروسۍ ماریا شرپووا په ۲۰۰۸ کال درې ځلې د ټنس په سیالیو کې جایزې ګټې دي.

ازارینکا وویل: "سږ کال مې بېرته ټنس ته د ستنېدو مینه ډېره شوه. تر راتلونکي کال پورې مې انتظار نه شوای کولای. ما په استرالیا کې ډېر ښکلی وخت درلود چې زما خوبونه پکې رښتیا شول."

ورته مطالب