کېرن بېهان د توقع پر خلاف خپل د اولمپیک خوب رښتیا کړ

کیرن
Image caption کیرن:''زه باید په هغه برخه کې ډېره خواري وکړم چې مهارت پکې لرم، او هغه پر فرش لوبه کول دي.''

کېرن بېهان په تاریخ کې یوازینی دویم آیرلینډی دی چې د المپیک لوبو ته یې لار وموندله، که څه هم ده ته ویل شوي وو چې بیا شاید هېڅکله ونه توانېږي چې پر خپلو پښو وګرځي.

۲۲ کلن کېرن تېره اوونۍ په لندن کې په ازمایشي تمریناتو کې برخه واخیسته.

هغه په نړيواله کچه په ۳۴ نمبر دی او په دې توګه یې د لندن لوبو ته لار بیا ومونده.

کېرن په سري کې اوسېږي، او د جمناستک لوبې مصرف یې پر خپله غاړه اخیستی دی.

تېر کال د هغه لپاره له بریاو ډک و. هغه په ۲۰۱۱ کال کې د جمناستک په هغو لوبو کې نړیوال اتل شو چې پر فرش ترسره کېږي.

کېرن د ډېرو ستونزو او ناهیلۍ سره سره بېرته پر خپلو پښو ودرېد او خپل خوب یې رښتیا کړ.

په لس کلنۍ کې د هغه پر پښه یو تومور را وخوت. د دې تومور د لیرې کولو لپاره عملیات ترسره شو، خو هغه نورې ستونزې پیدا کړې. تر دې چې کېرن یې د معیوبینو پر څوکۍ کښېناوه.

په حیرانوونکې توګه کېرن بېرته روغ شو او ۱۵ میاشتې وروسته بېرته تمرین ته حاضر شو. خو بدبختانه دا ځل په تمرین کې ژوبل شو او عصابو ته یې زیان ورسېد.

کله چې هغه د تیر پر سر تمرین کاوه نو وښویېد او سر یې پر مځکه ولګېد. د غوږ داخلي برخه یې زخمي شوه او د ناڅاپي حرکت سره به یې پر سترګو تیاره راتله.

د کورنۍ او دوستانو تر مرستې وروسته او د ډېرې خوارۍ په سبب کېرن بېرته تمرین ته حاضر شو او د ځوانانو په سیالیو کې یې ډېرې بریاوې ترلاسه کړې. خو یو ځل بیا یې په بېلابېلو پېښو کې د خپلو دواړو زنګونونو پلې زخمي کړې او دا ځل د ۲۰۱۰ کال تر پایه پورې له لوبو پاتې شو.

خو تېر کال یې د توکیو په نړیوالو سیالیو کې ښه لوبه وکړه او د المپیک دپاره ازمایشي لوبو ته یې لار وموندل. هغه له دې فرصت څخه پوره ګټه پورته کړه.

کېرن وایي کله چې هغه خبر شو چې په تاریخ کې یوزاې دویم آیرلنډی دی چې د المپیک په لوبو کې برخه اخلي نو په دې خبره حیران شو. تر ده مخکې بېري مکډونالډ په کال ۱۹۹۶ کې د اتلانتا په لوبو کې برخه اخیستې وه.

هغه وویل: ''له ډېرې خوشالۍ مې په کوټه کې ټوپونه وهل او له سترګو مې اوښکې بهېدلې. زه ډېر خوشحاله وم. دا رښتیا هم یو خوب و چې پوره شو.''

''یو وخت راته وویل شول چې جمناستک خو لا ګرانه خبره ده، ته شاید بیا پر خپلو پښو هم ونه وګرځې. نو ځکه وایم چې په المپیک لوبو کې برخه اخیستل یو خوب دی.

د انځور حقوق b
Image caption کیرن: ''د لوبې ترسره کول راته اسان دي خو باید پر پیل کولو لږ خواري وکړم. اوس په ۲۰۱۲ کې مې همدا مقصد دی.''

پس له دومره ستونزو او زخمونو، که اوس هم د اولمپیک په لوبو کې برخه اخلم نو دا ځکه چې آیرلنډي بخت مې راسره یاري کړېده.

که زما د کورنۍ او دوستانو او زما د کوچ او نورو خلکو مرسته او خواري نه وای نو نن به زه دلته نه وای.''

کېرن اوس پر فرش د جمناستک د لوبې په پایلوبه کې برخه اخلي. هغه اوس په دې فکر کې دی چې د المپیک لوبو څخه د مخه باید څه ډول تیاری وکړي.

زه باید په هغه برخه کې ډېره خواري وکړم چې مهارت پکې لرم، او هغه پر فرش لوبه کول دي.

د لوبې ترسره کول راته اسان دي خو باید پر پیل کولو لږ خواري وکړم. اوس په ۲۰۱۲ کې مې همدا مقصد دی.

دا به د ډېرې خوښۍ خبره وي چې د اولمپیک په لوبو کې د آیرلینډ استازیتوب وکړم او شپږ بېلابېل حرکتونه ترسره کړم.

خوب همدې ته ویل کېږي.

ورته مطالب