لندن ۲۰۱۲: د اولمپیک د ترانسپورتي مرکز د ننه

Image caption د لندن په المپیک سیالیو کې باسکټبال ته ځانګړی شوی ځای.

د لندن خلک د ترافیکي ګڼې ګوڼې او د اورګاډو د ځنډ او نه راتګ په وخت همدا خبره کوي چې که اوس دا حال دی نو د المپیک د لوبو پر مهال به څه حال وي؟

د المپیک لوبو لپاره به ۹ میلیونه وګړي د ۱۶ ورځو لپاره راځي او همدا ډول د معیوبینو د لوبو لپاره به ۲ میلیونه خلک د ۱۱ ورځو لپاره په لندن کې وي.

دې ټولو خلکو ته ویل شوي دي چې عامه ترانسپورت دې وکاروي او یا دې پیاده مزل وکړي او یا دې هم پر بایسکل سفر وکړي.

د سولې په وخت کې دا د برتانیا تر ټولو لوی لوژېستیکي تمرینات دي، او د لندن د لوبو د ترانسپورت مشر ګراهم جونز وایي چې د ترافیک نظام سمون ډېر لوی کار دی.

د المپیک لوبې داسې وګڼئ لکه په یوه وخت کې چې ۲۶ نړېوالې لوبې د انګلستان په ۳۲ بېلابېلو برخو کې ترسره کېږي.

ښاغلی جونز وایي چې که دا لوبې د یو وخت پر ځای یو په بل پسې ترسره شي نو ۴۳۶ ورځې وخت به ونیسي.

اصل مرکز

لکه څنګه چې ډېرې لوبې به پلازمېنه کې ترسره کیږي نو دا پوښتنه را ولاړیږي چې د لندن تنګې کوڅې او د ترانسپورت مصروف نظام به څنګه داسې یو حالت کنترول کړای شي.

د لوبو تنظیموونکي هیله لري چې ټول لیدونکي به له عمومي ترانسپورت څخه کار واخلي. د لندن ترانسپورت د رېل د لیکو پر غځولو او د نظام پر نوي کولو ۶.۵ ملیارده پونډه مصرف کړی دی.

هغوی دا نیت هم لري چې د لوبو پر وخت له کاروباري مراکزو څخه غوښتنه وکړي تر څو خپل کاري وخت کم کړي، د لېږد را لېږد لپاره وخت معین کړي، په کور کې کار وکړي او کار ته د تللو لپاره متبادلې لارې وکاروي.

د دومره ښه والي، مشورو او خبرداریو سره سره د لندن ترانسپورت فکر کوي چې د لوبو پر وخت ممکن په ځینو سیمو کې ترانسپورت تر یوه ساعته پورې وځنډېږي. د لندن د اقتصاد او سیاسي علومو د پوهنتون استاد او د ښاري حکومت ماهر پروفېسور ټوني ټرېوس وایي چې د لوبو لپاره امنیت او ترانسپورت دواړه کمزوري دي.

هغه بي بي سي ته وویل چې د لندن ترانسپورت لپاره د ټولو فکتورونو څېړل ګران کار دی. هغوی غیر عملي تمرین نشي کولای او د لوبو په اوله ورځ به اصل حالت وګوري.

تنظیموونکي نه غواړي چې د ۱۹۹۶ د اتلانتا د لوبو په څېر عمومي ترانسپورتي نظام ګډوډ شي او هغه حالت بېرته تکرار شي.

ښاغلی جونز وایي چې موږ به پوره هڅه وکړو تر څو دا لوبې د سپورت لپاره یادې شي، نه د ترانسپورت لپاره.

هغه ډاډه دی چې کاري ټیم یې د دې توان لري چې ترانسپورتي نظام فعال وساتي.

دا ډله د لندن په سهیل کې په یو پټ دفتر کې ناسته ده. دلته پولیس او د ترانسپورت کارکوونکي د لویو پردو او کمپیوټرونو تر شا ناست دي او د لندن د ترانسپورت نظام کنترولوي.

د جولای تر میاشتې به په دې اصل مرکز کې د لندن د ترانسپورت استازي، د سړکونو، رېل، بندرونو او د هوایي چلند کارکوونکي ناست وي او د نوې تکنالوژۍ په کارولو سره به د ممکنه خطرونو مخنیوی کوي، خوا که هغه امنیتي خطر وي او یا چېرې د اوبو پایپ سوری شوی وي.

که د انګلستان په ترانسپورتي نظام کې چېرې همداسې یوه پېښه وشي چې پر لوبو اغیز کولای شي نو د هغې په هکله معلومات د اړونده ادارو سره شریکیږي تر څو مخنیوی یې وشي.

د خلکو ناخوښي

د تنظیموونکو لپاره تر ټولو مهمه خبره دا ده چې لوبغاړي او ورسره اړوند چارواکي د المپیک ترانسپورتي نظام په کارولو سره پر وخت ځای ته ورسیږي.

په دې نظام کې به د لندن د سړکونو ۱۰۹ میله پوښل کیږي چې دریمه برخه به یې د ۸۰ زره لوبغاړو، چارواکو او مرسته کوونکو لخواه کارول کيږي. د ۱۵۰۰ موټرونو یو قطار به هم په دې نظام کې شامل وي چې عاجل موټرونه به هم پکې وي.

د ځینو کاروباري مراکزو او خلکو لخوا د المپیک د رېل نظام پر هغو پلانونو ناخوښي څرګنده شوې ده د کومو تر مخه به چې فرعي سړکونه بندیږي، تاوېدل به منع وي، د ترافیکي اشارو وخت به بدلیږي ، پر موټر درولو به بندیز وي او پر پیاده تر سړک اوښتلو به هم بندیز وي. که څوک سرغړونه وکړي نو ۲۰۰ پونډه به جریمه کیږي.

د لندن د تورو ټیکسیانو تر ټولو لویه اتحادیه وایي چې دا ډول بندیزونه به سفر ورو کړي، ترافیکي ګڼه ګوڼه به ډېره کړي او مسافر به خوشحاله نه وي.

د تورو ټیکسیانو له اتحادیې سره اول ژمنه شوې وه چې دوی به د لوبو مهمه برخه وي. خو اوس دوی فکر کوي چې له صحنې څخه ایستل کیږي او اجازه نه ورکول کیږي چې د المپیک پر ترانسپورتي لیکه سفر وکړي. دوی ګواښ کړی دی چې که چېرې یې غوښتنې ونه منل شي نو د لندن سړکونه به بند کړي.

د واپینګ د سیمې کاروباري ادارې او خلک اندېښمن دي. دوی د ښار او د المپیک د لوبو پارک ترمنځ پراته دي. د دې سیمې درو خواوو ته د تېمز سیند بهېږي. ځایي خلک وایې چې که چېرې یوازینی لویه لاره پر دوی وتړل شي نو دوی په کورونو کې بند پاتې شي.

دوی ګېله کوي چې د لندن ترانسپورت د سیمې د خلکو او کاروباري ادارو اندېښنې په نظر کې نه دي نیولي او د دوې د شکایتونو جواب نه ورکوي.

خو د لندن ترانسپورت او ښاغلی جونز بیا دا خبره نه مني او وایي چې دوی له خلکو سره د کال په پیل کې سلا مشوره کړې وه او د دې خبرو په نتیجه کې یې خپل پلان تبدیل او د هرې ایستګاه او هر سړک لپاره یې پلان ترتیب کړی دی.

د انځور حقوق AFP
Image caption د تنظیموونکو لپاره تر ټولو مهمه خبره دا ده چې لوبغاړي او ورسره اړوند چارواکي د المپیک ترانسپورتي نظام په کارولو سره پر وخت ځای ته ورسیږي.

راتلونکې میاشت به د سلا مشورې لپاره ټاکل شوی وخت ختم شي او وړاندیزونه به سکرتر ته ولیږل شي تر څو د ترافیکي قانون برخه وګرځي، خو سلا مشوره به بیا هم روانه وي.

ښاغلی جونز وایي چې که خلک ستونزې لري او د المپیک د ترانسپورتي نظام په قانون یې سر نه خلاصیږي نو دوی به له هغوی سره مرسته وکړي.

هغه وایي چې لویه ستونزه دا ده چې د لوبو پر وخت به خلک د سفر لپاره پلان نه جوړوي. زما دوی ته مشوره دا ده چې د خپل سفر لپاره دې د کور څخه وتلو تر مخه پلان جوړ کړي.

د دې خبرې خطر شته چې د لوبو پر وخت به خلک د لندن له ترانسپورت څخه سر ټکوي. خو په اصل کې دا لوبې د خلکو لپاره لویه تفریح او فرصت دی.

ورته مطالب