لندن المپیک ۲۰۱۲: د پاکستان د راتلونکو ستورو ښوونځی

Image caption دا هم لویه خبره ده چې له دغو هلکانو څخه به ځينې د اروپا، استرالیا او د نړۍ له غوره لوبغاړو سره لوبه کوي.

موږ څوارلس کلن ابوبکر ولید. هغه چې هرې خوا ته ځي نو خپله هاکي یې په لاس کې وي او د توپ سره لوبه کوي.

هغه وایي: " د ندیم په نامه یو تن زما په کوڅه کې اوسېدی چې په المپیک لوبو کې یې برخه اخیستې وه. کله به مې چې د هغه لوبه لیدله نو ښه اغېزه به یې راباندې کوله. اوس چې سهار را ویښ شم نو اول د هاکي فکر راسره وي او کله چې د شپې ویده کېږم نو مې همدا حال وي. "

د مرکزي پنجاب ښار، ګوجرا، دومره شتمن ځای نه دی. په اوسنیو کلونو کې یو ځل د مذهبي تاوتریخوالي له کبله په خبرونو کې یاد شو.

د دې ښار تر ټولو لوی منځنی ښوونځی پر بد حال دی. ډېری وخت زده کوونکي د باندې پر مځکه کښېني، ځکه چې په ټولګي کې دومره ځای نه وي.

خو که چېرې دا زده کوونکي هم د ابو بکر په څېر هیله لري چې یوه ورځ د المپیک په لوبو کې د پاکستان استازیتوب وکړي، نو بیا همدا ښار او همدا ښوونځی ورته تر ټولو غوره ځای دی.

کله چې په المپیک کې د پاکستان تر ټولو مهمې لوبې، یعنې د هاکي خبره کوو نو د اېم سي لیسه ډېرې ښې لاسته راوړنې لري.

دې لېسې په تېرو ۴۰ کلونو کې د هاکي په ډګر کې ۵۷ نړېوال لوبغاړي پیدا کړي دي، چې طاهر زمان، رشیدالحسن او کشر شهباز هم پکې شامل دي.

د دې لېسې پخوانیو زده کوونکو نړیوال کپ، د اتلانو کپ او په المپیک کې د سرو مډالونه ګټلي دي.

کله چې د پاکستان هاکي لوبډله لندن ته روانېږي نو امکان لري چې له دې لیسې څخه ۴ لوبغاړي پکې شامل وي.

د پاکستان هاکي دفاعي لوبغاړی محمد عرفان وایي " د ایم سي لېسې ته تر راتلو د مخه موږ هېڅ هم نه وو. اوس زه د خپل هېواد لپاره لوبه کوم او دا د هغه پیل له کبله ممکنه شوه چې ما په دې لېسه کې وکړ. د زده کوونکو په توګه موږ فکر کاوه چې په هاکي کې هر څه ممکن دي. "

خو اېم لېسه کومه سپورتي اکادمي نه ده. یوازې د دولت په پیسو چلېدونکې یوه عادي لېسه ده. نو بیا دا دومره ډېره بریا څنګه؟

او دا ولې چې د تفرېح پر وخت ټول زده کوونکي د لېسې تر شا پر نا هموار میدان د کرکټ پر ځای د هاکي لوبه کوي؟

د دې هرڅه تر شا د اسلم روډا لوی لاس دی، چې اوس شاو خوا ۷۰ کلن دی.

هغه د ۱۹۵۰ او د ۱۹۶۰ په لسیزه کې د اېم سي لېسې یو زده کوونکی و. هغه وخت ګوجرا یوزاې یو زراعتي کلی و.

هغه وایي" زه ښه لوبغاړی وم او فکر مې وکړ چې په هاکي به خپل بخت و ازمویم. زموږ ټیم ډېر کمزوری و او تل به مو لوبې بایللې. خو ما او څو نورو ځوانانو هر څه بدل کړل او ناڅاپه زموږ ټیم د لوبو په ګټلو پیل وکړ."

ډېر وخت نه و تېر شوی چې د اسلم روډا استعداد ولیدل شو او له هغه څخه وغوښتل شول چې د پاکستان لپاره لوبه وکړي. کله چې هغه لا د پاکستان لپاره لوبه کوله نو فکر یې وکړ چې اوس په ګوجرا کې د یو سپورتي انقلاب وخت دی.

دلته فابریکې نه وې. ګوجرا هېڅ شهرت نه درلود. ما پرېکړه وکړه چې باید له دې ځایه څخه د هاکي نړېوال لوبغاړي پیدا کړم. ما هغوی ته تمرین ورکول پیل کړل او هغوی ملي لوبډلې ته بلل کېدل. دا لړۍ تر نن ورځې روانه ده.

د سرمعلم د دفتر څخه د باندې د اسلم روډا د بریا ستاینه شوې ده. هلته پر تختو د هغو ټولو پخوانیو زده کوونکو نومونه دي چې د خپل هېواد لپاره یې لوبه کړېده. تر اوسه درې تختې دي او ډېر ژر به څلورمې ته ضرورت وي.

د ښوونځی څخه وروسته هغه هلکان چې شوق لري د هاکي تمرین ته راځي.

۱۳ کلن محمد نقاش پر ګول کیپر باندې شوټونه وهل. هغه دمه واخیسته او کښېناست. هغه وایي. ٬کله چې په ټولګي کې ناست یو نو د هغو پخوانیو لوبغاړو په هکله فکر کوو چې پر همدې مېزونو به ناست وه. دا احساس ډېر خوند راکوي. "

زه غواړم چې تل هاکي وکړم، او یوه ورځ به د خپل ښوونځي په مرسته د پاکستان لپاره لوبه کوم.

او ۱۶ کلن مبشر علي په دې هکله راته وایي چې څه ډول اېم سي لېسې د هاکي لوبې ته پام کړی دی او زده کوونکو ته یې لاره پيدا کړې چې له غربت څخه ووځي او د دباندې دنیا وګوري.

موږ به سخته خواري کاږو او هاکي به کوو، او په همدې توګه به عزت ترلاسه کوو. دا زما خوب دی چې د خپل مور او پلار او د ښوونکو سر لوړ کړم او یوه ورځ د هاکي په میدان کې د خپل هېواد استازیتوب وکړم.

کوچ اسلم روډا د مالي مرستو او د پخوانیو زده کوونکو په مرسته خپل هدف ژوندی ساتلی دی.

Image caption د پاکستان هاکي دفاعي لوبغاړی محمد عرفان وایي " د ایم سي لېسې ته تر راتلو د مخه موږ هېڅ هم نه وو. اوس زه د خپل هېواد لپاره لوبه کوم او دا د هغه پیل له کبله ممکنه شوه چې ما په دې لېسه کې وکړ. د زده کوونکو په توګه موږ فکر کاوه چې په هاکي کې هر څه ممکن دي. "

هغه وایي" دلته په سلو کې ۹۰ زده کوونکي له ډېرو غریبو کورنیو څخه راځي. هغوی ته په کور کې سم خواړه هم نه ور رسیږي. "

خو شکر چې مالي مرستې شته دي. که چېرې یو هلک له ښوونځي څخه ډېر لیرې اوسېږي او نشي کولای چې تمرین ته راشي نو موږ بایسېکل ورته اخلو. موږ هلکانو ته شیدې، خواړه او د هاکي لرګي او توپونه هم اخلو. "

خلک موږ ته نیکرونه او کمیسونه او بوټونه راکوي، کوم چې موږ پر هلکانو ویشو. همدا سبب دی چې ټولو بېل بېل رنګونه اغوستي دي.

دا هم لویه خبره ده چې له دغو هلکانو څخه به ځينې د اروپا، استرالیا او د نړۍ له غوره لوبغاړو سره لوبه کوي. خو د اېم سي د لېسې زده کوونکې په المپیک لوبو کې د سرو زرو مډال د ګټلو تنده هم لري. باید چې په کم نظر ورته ونه کتل شي.

ورته مطالب