روح الله نیکپا د لندن د ۲۰۱۲ المپیک سیالیو په تمه

نېکپا
Image caption بهاوي او نېکپا ۲۰۱۲ المپيک ته لار پيدا کړه.

د افغانستان له لوري په اولمپیک کې یوازینی مډال ګټونکی، روح الله نېکپا د ۲۰۱۲ لندن اولمپیک ته له ځان سره د یوه هېواد هیلې وړي.

روح الله نېکپا د هر اړخه د نړیوالو اولمپیکو سره د تړلي خوبونو مرکز دی. د ۲۰۰۸ کال بېجنګ د ټېکوانډو په سیالیو کې د ژېړو مډال ګټونکی په اولمپیک کي د افغانستان لومړنی اتل و.

له افغانستان سره زما مینه د ۱۹۸۹ کال له فبروري میاشتې راهیسې د یوه نه زغمېدونکي ساړه سپېده چاود څخه پیل شوه. د نېکپا عمر به شاوخوا اتلس میاشتې و.

په زرغونه پوځي دریشي کې تاو او د یو روسي ټانک پر سر لالهانده ناست موږ په صبرناکه توګه د شینډنډ هوایي مرکز څخه د وتلو په انتظار وو.

نهه کاله مخکي پر دې هیواد د روسي پوځ د یرغل وروسته دا د هغوی د وتلو وروستۍ لړۍ وه.

زموږ د څنګ پر ټانک باندي یو ځوان پوځي د سره پوځي چاکو په مرسته د غوښو د دبلي سر خلاص کړی او په یوه لوښي کي یې واچولې تر څو خپل سپی موړ کړي.

زما لپاره یوه په زړه پوري شېبه؛ هغه وخت چي د غرو د سرونو څخه لمر راوخوت پر لږ واټن باندې د ټیپ څخه د ډایر سټرېتس سندره ٬وروڼه په لاسونو کي٬ اورېدل کېدل.

تېره شپه د وېروونکي راکټي ډزو او هاوان د ګولیو د نندارې شاهده وه کله چي مجاهدینو (څوک چې ځانونه د پاکې لاري جنګیالي بولي) د پر شا تلونکو روسي ځواکونو لکۍ وشړکول. نوموړي مخالف ځواکونه چي روسانو د بلا ګانو (دوخي) په نامه بلل، په نږدې راتلونکې کې د افغانستان د چارو پر مخ وړوونکي وو.

د مجاهدینو ترخو وسلوالو شخړو د طالبانو او ورسته د لوېدیځ په زور راتلونکي دولت تر راتګه د یوې لسیزې لپاره د افغانانو په ژوند کي د یوې ناروغۍ رول ولوباوه ولي چا هم دې ښکلي خو ځپلي خاوري ته سوله رانوسته.

د نېکپا د ژوند لومړنۍ ورځې د هغه سختو جګړو په چاپېریال کي تیرې شوې دې کومې چې د افغانستان د پلازمینې کابل د کنترول لپاره د یو قار بڼه لرل. زما په ۱۹۹۳ کې په موټر کې سپور د کابل په ښار کې ګرځیدل یاد دي- هره کوڅه تر هغې بلي زیاته ورانه او ویجاړه، چې ماته یې د جرمني له لورې د لندن ښار د بمبار تصویورونه را یاد کړل.

کابل ته د راستنیدو په وخت روح الله نیکپا ته د یو اتل غوندې ښه راغلاست وویل سو.

د جګړې څخه تیښته او لودیځ لورې ته د پولې ها خوا ایران ته د پناه وړونکو په یوه کمپ کې ځای پر ځای کیدل د نیکپا د کورنې لپاره د یو بد خوب څخه کم نه و.

داسې اټکل کیږې چې د جګړې په سختو ورځو کې دوه نیم میلیونه پناه اخیستونکې په ایران کې او پنځه میلیونه نور په پاکستان کې اوسیدل. همدا د ایران کمپ و چیرې چې نیکپا اول ځل ټیکوانډو پیل کړه او ډېر ژر د پناه اخیستونکو د سپورټې لوبډلې غړی شو.

په همدې وخت د طالبانو د حکومت تورې دورې په افغانستان کې پر هر رنګه سپورت (لوبو) بندیز لګولی و. د کابل غازي لوبغالی د په دار ځړولو او سنګسارۍ لپاره استعمالیدی.

کله چې په ۲۰۰۴ کال ګې نیکپاه دې ښار ته بیرته راستون شو، طالبان د امریکا په مشری ځواکونو لخوا شړل شوي وو (خو له منځه نه وو وړل شوي) او د یوې نوي ټولنې تاداب اړم کیدی.

سوله نه وه راغلې خو سپورتي لوبغالی استعمال د اصلي موخې یعنی د لوبو لپاره پیل او د ټیکوانډو فیدراسون هلته انتقال شو. هغوی و دا پخواني پناه اخیستونکې ته څوک چې ډېر ژر یو ملي اتل سو، ښه راغلاست ووایه.

په بیجنګ کې د ۵۸ کیلوګرامه وزن په سیالیو کې د هغه دریم مقام ګټل د افغانستان په سپورټي تاریخ کې یو نوی باب پرانیستی. کوریایي روزونکي (کوچ) مین سین هاک هغه درې کاله مخکې په نښه کړی او په راتلونکې کې یو مډال ګټونکې پیژندلی و.

نیکپا هره ورځ اووه ساعته تمرین کاوه او بیجنګ ته د یو نااشنا یوویشت کلن لوبغاړي په حیث ولاړ - د یو داسي هیواد څخه چې تر اوسه یې هیڅ مډال نه و ګټلی. هغه هیواد ته د یو ملي اتل په بڼه کې راستون شو. د خلکو لویو ډلو د هغه سره په هوایي ډګر کې ولیدل، د کابل په سړکونو یې هغه تعقیب کړ او په غازي لوبغالي کې هغه ته ویاړ ور وبخښل شو.

نیکپا وویل چې په اولمپیک کې زما یوازیني مډال افغانان سره یو کړل او د مختلف نژادي ډلو په یوالي کې یې مرسته وکړه. ٬ اوس ټیکوانډو په افغانستان کې د سولې سمبول ګرځیدلی دی٬.

کیدای شې چې د هغه فکر یواځي ارمانجني هیلې وي خو زما لپاره دا هیواد د ډېرو کلونو راهیسې په یو وخت کې د ناهیلۍ او تشویق سرچینه ده. د دې هیواد د کوچني او لویو ښارونو خاورې کیدل، سختي بې وزلۍ او د انساني ارزښت له مینځه تلو زما سترګو ته اوښکې راوستې دي.

خو د ګردېز څخه د کابل لورې ته د مازدیګر هغه سفر کله چې د لمر وړانګې په هوا کې پر هغو پروړو برابریږي چې بزګر یې له غنمو څخه جلا کوي، انسان یوې بیلې نړۍ ته له ځان سره وړي.

یو زړه راکښونکې طبعي منظره او ښکلي خلک، یو دا رنګه ځای چیرې چې ژوند روح خوشالوونکې ساده توب ولري.

نیکپا وایي ٬ټیکوانډو افغانانو او په خاصه توګه ځوانانو ته یوه نوې ولوله او هیله ور بخښلې ده٬. هغه وایې چې سپورټ افغانانو ته د (زه کولای سم) روحیه او پر ځانو باور ورکړی دی. د هغه سترګي اوس د ۲۰۱۲ کال لندن اولمپیکو د سرو زرو پر مډال باندي دي. افغانستان په سپورټ کې د خپلې برخي اتلانو په ورکولو کې ځنډیدلي او پوروړی دي.

ورته مطالب