حمید حسن: له پاکستان سره په لوبه کې 'نه یم'

حمید حسن
Image caption حمید حسن په ډېرو لوبو کې افغانستان له ماتې ژغورلی او بری یې ور په برخه کړی دی.

د افغانستان د کریکټ د ملي لوبډلې تکړه لوبغاړی حمید حسن وايي له انګلینډ سره په لوبه ټپي شوی، چې له کبله یې له پاکستان سره په کېدونکې لوبه کې نه شي لوبېدلی.

ښاغلی حسن چې دا مهال په دوبۍ کې تر درملنې لاندې دی، د خپل فېسبوک له لارې له خپلو ټولو مینه والو غوښتي چې ورته د روغتیا دعاګانې وکړي.

حمید حسن څو اوونۍ وړاندې له انګلستان سره په یوه لوبه کې د فیلډینګ پر مهال ولوېد او سخت ژوبل شو، دی د کریکټ د نړیوالې شورا په لوبډله کې و.

نوموړی وايي تازه یې د خپل زنګون عملیات کړي او د ډاکټر سپارښتنه دا ده چې تر مارچ میاشتې پورې ارام وکړي.

حمید حسن چې د افغانستان یو تیز بالر بلل کېږي، د بنګله دیش په پریمیر لیګ هم په څلوېښتو زرو ډالرو اخیستل شوی، خو اوس وايي چې له بد قسمت نه یې په دغو لوبو کې هم لوبېدی نه شي.

۲۰ اووریزې سیالۍ

ښاغلي حسن هیله ښودلې چې تر مارچه ښه شي چې د ۲۰۱۲ کال د کریکټ د نړیوالو شل اوریزو سیالیو د غوراوي په پړاوو کې د خپل هېواد په استازیتوب ولوبېږي.

ټاکل شوې د افغانستان او پاکستان ترمنځ لومړنۍ او یوازینۍ سیالي د روانې میاشتې په لسمه نېټه په شارجه کې ترسره شي.

دغه لوبه به د شپې له لورې وي.

بې له شکه چې په افغان لوبډله کې به د حمید حسن نشتوالی ښايي د پاکستان لپاره یو ښه خبر وي، خو پر افغان لوبغاړو او یا هم د هغوی پر لوبه به یې تاثیرات له ورایه جوت وي.

حمید حسن په ډېرو لوبو کې افغانستان له ماتې ژغورلی او بری یې ور په برخه کړی دی، چې یوه ښه بېلګه یې همدا څه موده مخکې د اسیا د کریکټ د شورا په شل اوریزو سیالیو کې په پایلوبه کې له هانګ نه د لوبې ګټل و.

ورته مطالب