حميد حسن: گټل بايلل نه ، ښه لوبه مهمه ده

حسن
Image caption حميد حسن له پاکستان سره د ټپي کيدو له امله لوبه نه کوي

شخصآ زما لپاره دا ډيره دردونکې خبره ده چې په دومره په زړۀ پورې لوبه کې برخه نه اخلم.

زۀ چې د افغانستان د کريکټ اولې ورځې شپې را يادوم او بيا دې لوبې ته را رسيږم نو داسې راته ښکاري لکه خوب چې وينم.

خو زما د پښې خوږيدل داسې دي لکه په ښه خوب کې چې په نيمه کې راوېښ شې.

خودا به د خداى پاک رضا وه.

ماته اوس مهمه دا ده چې افغانستان په دې لوبه کې وځليږي.

زما دعاگانې به ورسره وي.

يقين مې دا دى چې کله افغانستان مندې جوړوي نو زۀ به د گوتو نوکان په غاښونو ماتوم او زړۀ به مې دربيږي.

کله چې افغان بالران بالينگ کوي زۀ به ورسره په خيال کې منډې وهم او د دوى له هر اپيل سره به زۀ هم اپيل کوم او د لوبڅار گوتو ته به گورم چې کله به يې پورته کوي.

که له خوب او خياله را ووځم او رښتيا راباندې واياست نو دا لوبه د افغانستان لپاره نه دومره اسانه ده او نه هم دومره له امکانه وتلې ده چې خوب رانه يوسي.

اول نمبر

د پاکستان ټيم اوس اوس د نړۍ اول نمبر ټيم انگلستان ته درې صفر ماتې ورکړه.

دوى تر دې وړاندې له جنوبي افريقا سره مساوي لوبه کړې وه او سرېلنکا او بنگله ديش ته يې ماتې ورکړې وې.

دغه ټولې لوبې پنځه ورځنۍ وې خو بيا هم کاميابي هر ټيم ته ډاډ او خاص اعتماد ورکوي.

د دوى بالينگ په تېره بيا سپېين يا ورو بالينگ ډير ښه دى.

د شارجې ميدان د دوى د بالرانو لپاره ډير مناسب دى.

همدلته موږ د اماراتو له سپيېن بالرانو سره مشکل درلود.

د پاکستان شاهد اپريدى او سعيد اجمل به لوى سرخوږى جوړوي.

که چيرته زموږ بيټسمينان د شاهد او اجمل په شلو اوورونو کې ديرش يا څلوېښت منډې وکړي او تر يو دوو ډير کسان پکې ونه سوځيږي نو موږ بايد ډير خوشاله واوسو.

د پاکستان نور بالران هم ښه دي خو اصلي مشکل به له همدې دوو کسانو راته جوړيږي.

بيټسمينان

زموږ بيټسمينان اوس تر پخوا ډير ښه دي، هم تجربه لري او هم يې اوس ليدلي دي چې له ښو بالرانو سره هم ښه لوبه کولى شي.

نور علي ځدراڼ بيا راغلى دى، هغه که وچليږي ډير ښه لوبغاړى دى.

محمد شهزاد له انگستان سره په لوبه کې ډيره ښه لوبه وکړه، دى زموږ په ټيم کې يو له هغو کسانو دى چې په لويو ميچونو کې يې تل ښه لوبه کړې ده.

کپتان نوروز منگل، کريم صادق او اصغر هم ښه لوبيږي.

محمد نبي، سميع الله شينوارى او گلبدين نايب که وچليږي په يوازي سر لوبه گټلى شي.

په بالرانو کې زموږ سپېين بالران هم ښه دي.

محمد نبي او سميع الله شينوارى خو تل ښه وو او اوس هم ورنه ډيرې هيلې شته.

زما په خيال که کوم بل کيڼ لاسى سپېن بالر هم راشي شايد زموږ د بالينگ تله لا درنه شي.

په تيزو بالرانو کې دولت ځدراڼ په دې تير يوۀ کال کې ډيره ښه لوبه کړې ده.

نه پوهيږم زما په ځاى به څوک لوبيږي، شاپور ځدراڼ هم شته، عزت الله دولتزى هم شته او ميرويس اشرف هم راسره دى.

دوى ټول ښه دي دا به په کوچ او کپتان پورې وي چې څه ډول بالر غواړي.

زۀ به ستاسو په شان دعاگانې کوم خو دا هم درته وايم چې په دې لوبه کې گټل او بايلل مهم نه دي ښه لوبه مهمه ده.

ورته مطالب