افغانستان له پاکستان سره څنګه لوبه وکړه؟

کریکټ د انځور حقوق
Image caption که څه هم افغان کریکټ ملي لوبډله له پاکستان سره په لوبه کې وستایل شوه، خو باید او شاید دوی له دغې لوبې ډېرې تجربې ترلاسه کړې وي.

افغانانو له پاکستان سره د شارجې په نړیوال لوبغالي کې د تېرې جمعې په ورځ (۱۰ـ۲ـ۲۰۱۲) د هیلو خلاف ښه لوبه وکړه او خپل مینوال یې نهیلي نه کړل.

له پاکستان غوندې یوې پیاوړې لوبډلې سره د افغانانو لوبې د ډېرو په باور دا په ثبات ورسوله چې په تېرو څو کلونو کې په کریکټ کې د افغانانو لاس ته راوړنې د چانس له لارې نه وې بلکې دوی یې رښتیا هم وړتیا لري او د خپل استعداد پر مټ یې ځانونه تر دغه ځایه رسولي دي.

افغان لوبغاړي باید د پاکستان په څېر له نړیوالو پیاړو لوبډلو سره سیالۍ د هانګ، نیپال، عمان، کویټ او د ټېټې کچې له نورو هېوادونو سره پرتله نه کړي، لکه چې ځېنو افغان لوبغاړو له پاکستان سره لوبه کې همداسې وکړل.

شاهد خان اپریدي پنځه افغان لوبغاړي وسوځول او افغانستان ته یې لوی سرخوږی جوړ کړ. شاهد اپریدی هغه نړیوال لوبغاړی دی چې تل یې پاکستان ته لوبې ګټلې دي.

که افغان منډه جوړونکو له اپریدي سره پام کړی وای، دا لوبه نوره هم په زړه پورې کېدې شوه، که څه هم کپټان نوروز منګل تر لوبې وړاندې ویلي و چې د پاکستان د رو بالرانو لپاره یې ځانګړی پلان جوړ کړی و خو په ډګر کې داسې کوم څه ترسترګو نه شول.

ښه بیلګه یې په خپله دنوروز منګل سوځېدل دي چې پر اپریدي یې د غټ شارټ وهلو هڅه وکړه، همدا راز محمد شهزاد او صادق خان صادق هم یادولی شو.

فیلډینګ

دویم ټکی چې له پاکستان سره په لوبه کې نړیوالو کریکټ څارونکو پرې تبصرې وکړي هغه د افغان لوبغاړو کمزوری فیلډینګ (په ډګر کې توپ نیونه) و.

افغان لوبغاړو دوه رن اوټه ( په منډو کې سوځول)، د دوی کیچونو غورځول او ځېنې بي ځایه توپ اچونې،چې پاکستان ته بری ډېر اسانه کړ.

افغان لوبغاړو د میرویش اشرف په یوه اور کې د یونس خان یو رن او ټ او عمران فرحت یو کیچ میس کړ،په کریکټ کې یوه اصطلاح ده چې کیچ لوبه ګټي، افغان لوبغاړي باید په نورو لوبو کې دا ډول تجربه تکرار نه کړي او په خپلې دغې کمزورتیا لا ډېر کار وکړي او له منځه یې یوسي.

د انځور حقوق

دریم ټکی چې ځينې کریکټ شنونکو د افغانانو بې تجربه توب یاد کړ، په منډو جوړولو کې د دوی بې حوصله توب و، هر افغان بیټسمن منډه جوړوونکي داسې ښکارېده چې ګواکې دا د شل اورونو لوبه ده او میدان ته د غټو شارټونو د وهلو له هوډ سره راښکته شول چې ښه بېلګه یې د شهزاد او نوروز منګل سوځېدل و.

که څه هم په وروستیو کې د افغان منډه جوړونکو په بیټینګ کې ښه پرمختګ شوی خو باید دغه پرمختګ لا نوره وده هم وکړي او افغانان د پنځوسو اورونو او ټسیټ سیالیو د کولو حوصله پیدا کړي.

که څه هم افغان کریکټ ملي لوبډله له پاکستان سره په لوبه کې وستایل شوه، خو باید او شاید دوی له دغې لوبې ډېرې تجربې ترلاسه کړې وي.

ورته مطالب