افغانه سوک وهونکې اولمپیک لوبو ته چمتووالی نیسي

صدف رحیمي د انځور حقوق
Image caption ۱۷ کلنه رحيمي په لندن کې راتلونکی اوړی د ښځو د سوک وهنې په سیالۍ کې خپل بخت ازمايي.

په تېرو څو کالو کې افغان ښځو په ګڼو برخو کې لاسته راوړنې ډرلودې، چې له دې ډلې یوه هم سپورتي پرمختیاوې دي.

صدف رحيمي غواړي چې په المپیک سيالیو کې په ګډون سره د افغاني دودیزې ټولنې په تېره بیا د افغاني ښځو بېل انځور نړیوالو ته وښيي.

هغه په دې اند ده چې که له یوې خوا زیاتره افغان ښځې په کور د ننه ناستې دي، او یا هم د بهر په پرتله کورني کارونه پرمخ وړي، له بلې ډډې په نړیوالو سیالیو کې هم د ګډون او سیالۍ کولو وړتیاوې لري.

۱۷ کلنه رحيمي په لندن کې راتلونکی اوړی د ښځو د سوک وهنې په سیالۍ کې خپل بخت ازمايي.

ویاړ

صدف رحيمي په کابل کې د سوک وهنې د تمرین پرمهال وویل: "کله چې موږ په بهرنیو سیالیو کې ګډون کوو، پر موږ فشار وي. خو زه هڅه کوم دا وښیم چې افغان نجلۍ د لوبو ډګر ته ورتلی شي او خپل هېواد ته ویاړ راوړلی شي. "

د طالبانو د رژيم پرمهال پرښځو د سپورتي فعالیتونو په بندیز لګولو سره د المپیک نړیوالې کمېټي په لوبو کې د افغانستان ګډون کول وځنډول.

Image caption روح الله نیکپا وايي: "په ۲۰۰۸ المپیک سیالیو کې مې د برونزو مډال ترلاسه کړ او هیله لرم چې د لندن په ۲۰۱۲ المپیک کې طلايي مډال وګټم. "

پایله يې دا شوه چې افغانستان د ۲۰۰۰ د سیډني په المپیک لوبو کې له ګډون کولو بې برخې شو.

خو په ۲۰۰۱ کې د طالبانو د رژیم له پرځېدو وروسته هم د افغانستان ګډون یوکال نور وځنډول شو.

په ۲۰۰۴ کال افغانستان ښځينه سپورتي لوبغاړې د یونان آتن المپیک سیالیو ته واستولې.

صدف رحيمي د یونان په المپیک سیالیو کې د روبینا مقیمیار پر پلونو ګام کېښود او د خپلې کورنۍ ملاتړ یې خپل کړ.

په پام کې وه چې په ۲۰۰۸ کال کې د بیجینګ المپیک په سیالیو کې یوه بله افغانه لوبغاړې محبوبه احدیار ګډون وکړي، خو د ټپونو له کبله یې سیالي ونه شوای کړای.

رحيمي چې ټيک څلور کاله مخکې یې سوک وهنه پیل کړې او په تاجکستان کې یې د سوک وهنې د سپینو زرو مډال هم ګټلی، وايي: "زه ښه پوهېږم چې د لندن ۲۰۱۲ په المپیک سیالیو کې زما حریفان ډېر پیاوړي دي او شاید له ما دوه برابره قوي وي، خو ما په لوبو کې ګډون او هېواد ته د مډال ګټلو ته ځان چمتو کړی دی. "

د افغانستان په څېر په یوه دودیزه ټولنه کې د ښځینه سوک وهنې سیالۍ غیرې معمول کار دی.

په کابل کې د افغان ښځينه سو ک وهنې د ډلې روزونکی محمد صابر شریفي وايي اوس د افغان ښځو لپاره په سپورتي برخو کې د ګډون ډېر فرصتونه شته.

د ښځينه لوبغاړو ډله په ۲۰۰۷ کال د افغانستان د المپیک د ملي کمېټې په مټ جوړه شوه، چې تر اوسه یې تر لسو ډېرو سوک وهونکو ښځو غړیتوب اخیستی.

رحيمي وايي چې د روانې فبرورۍ پر ۱۹مه لندن ته د څو اوونیو تمرین لپاره د سفر هوډ لري.

او په راتلونکې مۍ میاشت کې به په چین کې یوه سیالي ولري.

محمد صابر شریفي وايي: "صدف رحيمي یوازینۍ نجلۍ ده، چې په دغو لوبو کې ګډون کوي. هغه د ټولو افغان ښځو استازیتوب کوي چې په دې سره به افغانستان ته لوی ویاړ ور په برخه کړي."

په ۲۰۰۸ کال د افغانستان لپاره په لومړي ځل د چین د المپیک سیالیو مډال روح الله نیکپا ترلاسه او جرمني، انګلیسي او هسپانوي حریفان یې مات کړل .

روح الله نیکپا وايي: "په ۲۰۰۸ المپیک سیالیو کې مې د برونزو مډال ترلاسه کړ او هیله لرم چې د لندن په ۲۰۱۲ المپیک کې طلايي مډال وګټم. "

د لندن المپیک سیالیو کې دوه نور افغان لوبغاړي هم ګډون لري.

۲۵ کلن مسعود عزیزي د ۱۰۰ متره ځغاستې سیالي کوونکي او د تکواندو لوبغاړي نصیر احمد بهاوي د بیجینګ په ۲۰۰۸ سیالیو کې ګډون کړی وو.

ورته مطالب