په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د جرمني په سوک وهنه کې یو افغان اتل شو

د انځور حقوق
Image caption حمید رحیمي وايي افغانستان کې سوک وهنه باید مسلکي شي.

د افغانستان د المپیک ملي کمېټه د سوکوهنې په نړېوالو سیالیو کې د یوه افغان لوبغاړي اتلوالي یوه لویه لاسته راوړنه وبلله.

افغان سوک وهونکي حمید رحیمي خپل روسي سیال ته ماتې ورکړه او په (BWU ) کې يې نړیوال د سرو زرو کمربند ترلاسه کړ.

دغه سیالۍ د جرمني به هامبورګ ښار کې وه.

د المپيک د ملي کمېټې ویاند مجیب الله رحماني په دې اړه له بي بي سي سره مرکه کړې ده.