د اولمپیک د منع شویو درملو لابراتوار خورا عصري دی

لابراتوار
Image caption دا لومړی ځل دی چې د فارمسي یوه کمپنۍ دا ډول یو لابراتوار جوړوي.

په لندن کې یو داسې لابراتوار پرانیستل شوی دی چې د اولمپیک په تاریخ کې تر ټولو عصري ګڼل کېږي.

د دې لابراتوار اصل مقصد دا دی چې د ۲۰۱۲ د لندن اولمپیک په لوبو کې د منع شویو درملو د کارونې مخه ونیسي.

دا لابراتوار په ایسیکس کې پرانیستل شوی دی.

پراخوالی یې د ټېنس د اوو لوبغالو برابر دی او دلته به د تېرو اولمپیک لوبو په پرتله خورا ډېر معاینات ترسره کېږي.

دا لابراتوار به د لوبو په جریان کې ۲۴ ساعته کار کوي.

دلته به د ټولو مډال ګټونکو او په لوبو کې د برخه اخیستونکو تر نیمایي ډېر لوبغاړي معاینه کېږي.

د فارمسۍ لويې کمپنۍ ګلاکسو سمېت کلېن د دې لابراتوار لګښت پر غاړه اخیستی او ټول سامان یې ورته چمتو کړی دی.

دا د هغو ۲۰ میلیونو پاونډو د مرستې یوه برخه ده چې نوموړې کمپنۍ یې له اولمپیک سره ژمنه کړې ده.

تقریباً ۱۰۰۰ کسان به په دې لابراتوار کې په رضاکارانه توګه کار کوي او د معایناتو لپاره به د لوبغاړو څخه مسطورات راټولوي.

د نړۍ له بېلابېلو برخو تقریباً ۱۵۰ ساینس پوهان به د مسطوراتو معاینه ترسره کوي او دا به معلوموي چې نتایج یې مثبت دي او که منفي.

د لندن د کنګز کالج پروفیسر ډېوډ کووان به د دې ډلې مشري کوي.

هغه ژمنه کړې ده چې چټکه او حساسه ټیکنالوژي به دا معلومه کړي چې ایا کوم لوبغاړي منع شوي درمل کارولي دي که نه.

د پرانیستې غونډې ته د وینا پر وخت د برتانیا د لوبو او اولمپیک وزیر وویل چې د هغه کسانو لپاره به د پټېدو ځای نه وي څوک چې درغلي کوي.

خو هغه دا هم وویل چې سل په سلو کې د دې خبرې ډاډ نه شي ورکولای چې په دې لوبو کې به د منع شویو درملو کارونه نه ترسره کېږي، خو دا ژمنه یې وکړه چې د دې سیستم په کارولو سره به څوک درغلي ونه شي کړای.

که څه هم دا لابراتوار ایسېکس ته نژدې د هارلو په سیمه کې جوړ شوی خو سمبالوونکي یې وایي چې ټول منفي نتایج به په ۲۴ ساعتونو کې معلوم او اړونده چارواکو ته ولېږي.

اي. پي. او

مثبت نتایج به په ۴۸ ساعتونو کې او د (اي. پي. او) نتایج به په ۷۲ ساعتونو کې ترلاسه کېږي.

پروفیسر کووان وایي چې هغه لوبغاړي چې د دغو معایناتو مخالف دي او محکمې ته تلل غواړي، هغوی یوزاې خپل وخت ضایع کوي.

هغه وویل ''که څوک د دې کار مخالفت کوي نو له ناکامۍ سره به مخامخ شي. زموږ کار به چټک، حساس او سم وي او موږ به پر حق یو.''

دا لومړی ځل دی چې د فارمسي یوه کمپنۍ دا ډول یو لابراتوار جوړوي، خو د کمپنۍ مشر انډریو ویټي وویل چې په دې کار کې زموږ ګټې په ټکر کې نه دي.

Image caption تقریباً ۱۰۰۰ کسان په دې لابراتوار کې په رضاکارانه توګه کار کوي.

هغه وویل چې ''په دې کار کې زموږ شمولیت یوازې تر دې حده پورې دی چې دا لابراتوار مو جوړ کړی دی. د معایناتو په پروسه کې موږ هېڅ ډول لاس وهنه نه کوو.''

هغه وویل چې تاسې ته ۱۰۰ سلنه ډاډ درکوو چې موږ د معایناتو په پروسه کې ونډه نلرو او زموږ ګټې په ټکر کې نه دي.

ګلاکسو سمېت کلېن نه یوازې د دې لابراتوار لګښت پر غاړه اخیستی دی، بلکه د منع شویو درملو د مخنیوي له نړېوالې ادارې سره یې ژمنه کړې ده چې د خپلو ټولو درملو په هکله به له دوی سره معلومات شریکوي. دوی به د خپلو هغو تولیداتو په هکله هم معلومات شریکوي کوم چې تر اوسه نه دي جوړ شوي.

د دې کمپنۍ مشر وایي چې ''که چېرې موږ دا کار په لویه کچه وکړای شو نو خلک به هغه توکې هم نشي کارولای د کومو سره چې د منع شویو درملو د مخنیوي نړېواله اداره لا بلده نه ده.''

ورته مطالب