هند په افغانستان کې د کريکټ لوبغاليو د جوړولو لېوالتيا وښوده

افغانستان کريکټ لوبډله
Image caption افغانستان د لومړي ځل لپاره د ٢٠١٠ کال په شل اوريزو نړيوالو اتلوليو کې له هند سره لوبې کړې وه

کابل کې د هند سفير ژمنه وکړه چې هېواد يې لېوال دى په کندهار او خوست ولايتونو کې د کريکټ لپاره لوبغالي جوړ کړي.

په کابل کې د افغانستان کريکټ بورډ مرستيال شهزاده مسعود له هند سفير گوتم موخوپدايا سره د ليدو پر مهال له نوموړي وغوښتل چې هیواد یې لکه څنګه چې د افغانستان په نورو برخو او سکتورونو کې مرستې کړې دي، د لوبو په برخه او په ځانګړې توګه د کريکټ په برخه کې زياتې مرستې وکړي.

د افغانستان کريکټ بورډ وايي چې د هند سفير ګوتم پدايا د افغانستان د وروستيو برياوو او لاسته راوړنو په اړه، د افغانستان کريکټ بورډ مسوولينو ته مبارکي وويله او د افغان لوبغاړو برياوې يې وستايلې. هغه زياته کړه چې هېواد يې لېوال دى له افغان کريکټ بورډ سره پراخې اړيکې ولري او په هر ډګر کې ورسره مرسته وکړي.

سفير زیاته کړه چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي چې د هند سره ستراتيژيک تړون لاسليک کړ، نو په دغه تړون کې د لوبو څانګې ته وده او پراختیا ورکول هم شامل وو.

د افغانستان کريکټ بورډ وايي چې هند په کريکټ کې يو مخکښ هېواد دی او د کريکټ پياوړې لوبډله لري، نو له دې امله د افغانستان کريکټ په اوسنيو شرايطو کې د هند مرستې ته خورا زیاته اړتيا لري او دا مرستې د افغانستان د کريکټ په وده او پرمختګ کې مثبت رول لوبولى شي.

افغانستان د لومړي ځل لپاره د ٢٠١٠ کال په شل اوريزو نړيوالو اتلوليو کې له هند او سويلي افريقا سره لوبې کړې وې.

که څه هم افغانستان په ٢٠٠٩ کال کې د رسمي يو ورځنيو نړيوالو لوبو دريځ خپل کړ خو تر اوسه يې يوازې د پاکستان سره يوه ورځنۍ نړيواله لوبه کړې ده.