افغانستان په دويمه لوبه کې هالنډ ته ماتې ورکړه

Image caption د افغانستان د منډو پيل ښه نه و.

له هالنډ سره په شل اوريزو لوبو کې سيالي اسانه نه ده.افغانستان دوه کاله وړاندې له هالنډيانو ماتې خولې وه او دا ځل هم تروروستۍ شېبې د لوبې لورى نه څوگندېدۀ.پچه هالنډيانو وگټله او خپله يې منډو ته ملا وتړله.

هالنډي لوبغاړو خورا تيزه لوبه وکړه.د پيل په پنځو اوورونو کې د نژدې لسو منډو په اوسط روان و.

خو د هالنډيانو په دغه ښه لوبه کې د افغان فيلډرانو يا توپ گرځوونکو لاس هم و.

په ټوله لوبه کې افغانستان درې کيچونه وغورځول او لږتر لږه دوه ځله يې درن اوټ اسانه چانسونه هم له لاسه ورکړل.

د افغانستان له لورې دولت ځدراڼ ښه بالينگ کاوۀ خو بخت ورسره ياري نه کوله.د دۀ په توپونو ډير ځله هالنډيان وځوريدل خو ونه سوځېدل.

دولت ځدراڼ په روانو سياليو کې تر ټولو تيز بالر بلل شوى دى.

د افغان لوبډلې زلمى بالر عزت الله دولتزى تر ټولو بريالى و.دۀ درې کسه وسوځول او يو اسانه کيچ يې هم په خپل توپ پرېښود.

هغه کيچ ورته گران تمام شو ځکه چې هم هغه لوبغاړي ، کرويز په وروستي اوور کې پرې دوه شپږيزې ووهلې او هدف يې ١٥٠ ته ورساوۀ.

Image caption محمد شهزاد په ٤٤ توپونو ٥٤ منډې وکړې

د افغانستان د منډو پيل ښه نه و.کريم صادق نهه منډې وکړې او ژر وسوځيد. له کريم صادق سره راوتلى بل د پيللوبغاړى گلبدين نايب و.

گلبدين هغسې چې تمه ترې کيده ونه ځليد يوازې پنځه منډې يې وکړې او د دغومنډو لپاره يې ١٦ توپونه ولوبول.

د افغان لوبډلې ستورى محمد شهزاد و. دۀ په ٤٤ توپونو ٥٤ منډې وکړې.

له شهزاد سره کپتان نوروز منگل هم ښه وځليد او ٢٦ منډې يې درلودې.

خو دوى دواړه سر په سر وسوځيدل او په پاى کې د نبي ځينو تيزو شارټونو هدف لنډ کړ.په وروستي اوور کې نهه منډې پکار وې.

نور علي ځدراڼ چې د اوږې د خوږېدا له امله وروسته راوتلى و دوه څلوريزېووهلې او لوبه يې خپله کړه.

په اې گروپ کې افغانستان او هالنډ د ټولو لپاره مهم او سخت ټيمونه وو.

اوس چې افغانستان له دې سختې لوبې بريالى ووت هيله يې بايد ډيره وي چې پالوبې ته ځان ورسوي خو دا شل اوريزې لوبې دي چې اټکل يې اسانه نه دى