کریکټ: افغانستان په پنجشنبه له نیمبیا سره پایلوبه کوي

افغان کریکټ لوبغاړي
Image caption د دغو روانو سیالیو تر پیل وړاندې افغان کپټان نوروز منګل رسنیو ته ویلي چې د دغو سیالیو د اتلولۍ د ګټلو په نیت متحدو عربو اماراتو ته راغلي دي.

افغانستان او نمیبیا دوه هغه ټیمونه دي چې د غوراوي سیالیو په ګروپ لوبو کې یې خپلې ټولې اووه سره لوبې ګټلې دي او دواړه هېوادونه له ۱۴ نمبرو سره پایلوبې ته له یوه ښه دریځ سره رسیدلي دي.

افغان لوبغاړي هیله مند دي چې له نمیبا سره د یوې ښې لوبې په پایله کې نړیوالو ۲۰ اوریزو سیالیو ته لاره وکړي. په روانو سیالیو کې د نمیبیا منډه جوړونکي ښه ځلیدلي دي.

د دوی ډېری لوبغاړي د جنوبي افریقا په کورني کریکټ کې لوبیږي، روزونکی یې هم د افریقا یو پخوانی لوبغاړی دی او نمیبیا د ۲۰۰۳ کال د ۵۰ اورونو په نړیوالو سیالیو کې هم لوبېدلې ده.

خو په شل اوریزو سیالیو کې د افغانستان تېزو منډو جوړونکو، تېزو او ښو توپ اچوونکو ته په کتو، ښايي نمیبیا ته له افغانستان سره لوبه هومره اسانه نه وي.

د ۲۰۱۲ کال د غوراوي سیالیو له پیل وړاندې په یوه دوستانه لوبه کې افغانستان نمیبیا ماته کړې وه، نمیبیا د افغانستان د ۱۷۲ منډو د هدف په تعقیب ۱۶۸ منډې وکړې. د افغان ملي لوبډلې تېز منډه جوړونکي کریم خان صادق چې په روانو سیالیو کې دوه وارې د لوبې غوره لوبغاړی و، وايي ښايي نمیبیا افغانانو ته یوڅه سرخوږی جوړ کړي، خو بری به د افغانستان په برخه وي .

ښاغلی صادق د بي بي سي پښتو ویپاڼې ته وویل(که موږ لومړۍ بيټینګ وکړو د ۱۵۰ او ۱۶۰ به نمیبیا ته لوی او نه ترلاسه کیدونکی هدف وي، خو که هغوی لومړی بیټینګ وکړي ښايي ۱۵۰ او ۱۶۰ منډې یې پوره کړو).

نوموړی وايي د نمیبیا منډه جوړونکي تېز بالران یا توپ اچونکي ښه لوبولی نه شي یا په بله وینا له تېزو توپ اچوونکو ډاریږي، که د ښاغلي کریم په خبره په سبانۍ لوبه کې درې تیز بالران ولوبول شي نمیبیا له ډېرو ستونزو سره مخامخ شي.

اوس په افغان لوبډله کې څلور تیز توپ اچونکي دولت ځدراڼ، عزت الله دولتزی،شاپور ځدراڼ او افتاب علم لوبیږي ، دولت ځدراڼ د روانو سیالیو تر ټولو تیز توپ اچونکی بلل کیږي.

ښايي په سبانۍ لوبه کې چې د کریکټ د یوه مشهور نړیوال چاینل( ای اس پي ان) له لورې د افغانستان پر وخت پر ۲:۳۰ په ژوندۍ بڼه خپریږي.

د افغان لوبغاړو د نندارچیانو شمېره هم زیاته وي، چې دا هم د افغان لوبغاړو د مورال پر اوچتولو ښه او مثبت اغیز لري.

د افغانستان کریکټ بورډ په متحدو عربو اماراتو کې پر ټولو میشتو افغانانو غږ کړی چې سبا د خپلې لوبډلې د هڅونې لپاره ورشي، د لوبو ننداره ټیکټ نه لري او د کریکټ بورډ چارواکي وايي چې نندارچیانو ته یې د ترانسپورټ اسانتیاوې هم په پام کې نیولي دي .

که افغانستان سبا نمیبیا ته ماتې ورکړي، مخامخ به د ۲۰۱۲ کال د ۲۰ اویزو نړیوالو سیالیو ته لار وکړي، او پر دې سربېره به د همدغو روانو سیالیو وروستۍ پایلوبې ته هم ووځي.

که افغانستان پر نمیبیا لوبه وبایلله بیا به د لومړي او دویم ګروپ د دویم او دریم نمبر ټیمونو ترمنځ د لوبو له ګټونکي سره دویمه پایلوبه کوي، که دغه پایلوبه یې وګټله د روانو سیالیو وروستۍ پایلوبې او نړیوال جام ته لار مومي خو که یې وبایلله، له دغو دواړو به پاتې شي.

له الف ګروپ نه چې افغانستان هم په کې دی هالینډ او کاناډا او له ب ګروپ نه ایرلینډ او سکاټلینډ وتلي دي چې د خپلو ګروپونو دویم او دریم نمبر ټیمونه دي.

Image caption د دغو روانو سیالیو تر پیل وړاندې افغان کپټان نوروز منګل رسنیو ته ویلي چې د دغو سیالیو د اتلولۍ د ګټلو په نیت متحدو عربو اماراتو ته راغلي دي.

د ۲۰۱۲ کال د ۲۰ اوریزو سیالیو د ورستۍ پایلوبې ګټونکی به له استرالیا او ویسټ انډیز سره مخامخ کیږي او بایلونکی به یې له انګلستان او هند سره مخامخ شي.

افغانستان په ۲۰۱۰ کال کې د ۲۰ اویزو نړیوالو سیالیو د غوراوي اتل و، او د همدغه کال په نړیوال جام کې یې له هند او جنوبي افریقا سره یې هم ښه لوبه وکړه چې د کریکټ د چارو پوهانو او نندارچیانو ښه وستایه.

د دغو روانو سیالیو تر پیل وړاندې افغان کپټان نوروز منګل رسنیو ته ویلي چې د دغو سیالیو د اتلولۍ د ګټلو په نیت متحدو عربو اماراتو ته راغلي دي.

افغان لوبغاړي کریم خان صادق د بي بي سي پښتو ویپاڼې له لارې پر ټولو افغانانو غږ وکړ چې خپلې لوبډلې ته د بري دعاګانې وکړي.

ورته مطالب