افغانستان د کريکټ شل اوريزو اتلوليو د غوراوي پايلوبې ته ورسيد

Image caption برمودا ته په ماتې ورکولو افغانستان د نړيوالو شل اوريزو اتلوليو د غوراوي گروپ وگاټۀ.

برمودا ته په ماتې ورکولو افغانستان د نړيوالو شل اوريزو اتلوليو د غوراوي گروپ وگاټۀ او اصلي هدف ته يو بل گام ور نژدې شو.

اوس افغان لوبډله په پايلوبه کې بخت ازمويي چې د پنجشنبه په ورځ( د مارچ٢٢) به له نمېبيا سره وي، که افغانستان هغه لوبه وگټله وار د واره نړيوالو اتلوليو ته رسيږي که يې ونه گټله يو بل چانس هم لري چې ځان خپل هدف ته ورسوي.

له برمودا سره په دوبۍ کې ترسره شوې لوبه د گروپ اوومه لوبه وه.

برمودا په خپلو تيرو شپږو لوبو کې يوازې يوه لوبه گټلې وه خو هغه يې وروستۍ لوبه وه او داسې ښکاريدل چې اوس چمتو دي.

افغانستان لومړى منډې وکړې، په پيل کې داسې تيز روان و چې امکان د ٢٠٠ منډو وليدل شو.

خو د کريم صادق او جاويد احمدي تر سوځيدا وروسته لوبه ټکنۍ شوه.

کپتان نوروز منگل په نننۍ لوبه کې نه و، د هغه پر ځاى اصغر ستانکزى راغى، ور خو پر ځاى لوبه يې وکړه.

د لوبې ستورى محمد شهزاد و.

Image caption د لوبې ستورى محمد شهزاد و.

شهزاد د روانو سياليو په ترڅ کې خپله دريمه پنځوسيزه ووهله.

دى تر پايه په ٦٤ منډو ناسوځيدلى پاتې شو. له شهزاد سره د گلبدين نايب لوبه هم په زړۀ پورې وه.

نايب په وروستيو کې لوبې ته راغى او يوازې په اتو توپونو يې ٢٦ مندې وکړې.

له برمودا د ډيرو منډو هيله نه کيده.

د افغانستان په لوبډله کې دولت ځدراڼ او عزت الله دولتزى نه و.

د هغوى پر ځاى افتاب عالم ته موقع ورکړل شوې وه.

زلمي عالم څوک مايوسه نه کړل او درې کسه يې وسوځول.

خو برمودا خورا تيزه لوبه وکړه.

دوى د اوو لوبغاړو په له لاسه ورکولو ١٦٢ منډې وکړې چې په دغو سياليو کې د افغان بالرانو په وړاندې تر ټولو ډيرې وې.

خو د برمودا ډيرې منډې هم تر افغانستان ١٥ کمې شوې او په دې توگه افغانستان خپلې اووه سره لوبې وگټلې.

ورته مطالب