شل اوريزو اتلوليو کې افغانان له هند او انگلستان سره مخامخيږي

Image caption حميد حسن دوه انگريز لوبغاړي سوځولي و او محمد نبي هم څو انگليسان ستانۀ کړي وو.

د شل اوريزو نړيوالو اتلوليو د غوراوي د جام په پورته کولو ايرلنډ له استراليا او ويسټ انډيز سره د سيالۍ موقع وموندله.

افغان لوبډله به د تيرو نړيوالو اتلوليو له اتل انگلستان او د ٢٠٠٧ کال د نړيوالو اتلوليو له اتل هند سره مخامخ وي.

ظاهرآ د ايرلنډ گروپ اسانه دى خو د کريکټ د دغو مخکښو هيوادونو هره لوبډله په خپله ورځ تر بلې پياوړې وي.

افغانستان په تيرو نړيوالو اتلوليو کې هم له هند سره مخامخ و.

په هغو لوبو کې چې په لومړي ځل افغانان له داسې پياوړې لوبډلې سره سيالۍ ته وتل، داسې ښکاره شوه چې د افغانستان پر لوبډلې رواني فشار و.

نور علي ځدراڼ ٥٠ منډې وکړې او اصغر ستانکزي د ځينو اوچتو شپږيزو په مرسته تر ٣٠ ډيرې منډې درلودې خو نور لوبغاړي ونه ځليدل.

هند ته افغانستان يوازې د ١١٥ منډو هدف ټاکلى و چې هغوى د درو لوبغاړو په له لاسه ورکولو پوره کړ.

افغانستان په دويمه لوبه کې له سويلي افريقا سره لږ تر لږه د بالينگ په برخه کې ښه لوبه وکړه خو په بيټينگ کې د سويلي افريقا تيزو بالرانو افغانان له هر ډول ستونزو سره مخامخ کړي وو.

اوس دوه کاله له هغو لوبو اوښتي دي.

افغانستان په يوه ورځنۍ لوبه کې له پاکستان او ويسټ انډيز سره يوه يوه لوبه وکړه، تر پخوا يې تجربه ډيره شوې ده.

دا تجربه په دې مانا نه ده چې ارو مرو به افغان لوبغاړي هند يا انگلستان ته ماتې ورکوي خو لږ تر لږه ترپخوا به ورسره ښه سيالي کوي.

د انگلستان تيز بالران به افغان لوبډلې ته مشکل پيدا کوي خو دا هم د يادولو وړ ده چې له انگلستان سره د کريکټ د نړيوالې شورا د يوۀ منتخب ټيم له خوا په لوبه کې محمد شهزاد پر همدغو تيزو بالرانو دوه پنځوسيې کړې وې.

حميد حسن دوه انگريز لوبغاړي سوځولي و او محمد نبي هم څو انگليسان ستانۀ کړي وو.

د سپتمبر تر مياشتې لا وخت شته دى.

د کبير خان په روزنه او لارښونه به افغان لوبغاړي وخت ولري چې ځان ښه چمتو کړي.

د چمتووالي په ترڅ کې که افغان لوبډله وتوانيدله چې له پاکستان يا بنگله ديش سره د شل اوريزو لوبو کومه سيالي وکړي ښايي لوبغاړي لا ډير له رواني پلوه چمتو کړي.

ورته مطالب