هالند افغانستان ته په يوه ورځنۍ لوبه کې ماتې ورکړه

Image caption منډې تر سلو اوښتې وې چې اصغر هم په ٢٥ منډو وسوځيد.

د افغانستان او هالنډ ترمنځ د دوو يو ورځنيو رسمي لوبو لومړۍ هغه د هالند په لوى بري پاى ته ورسېده.

دا برى په دې مهم دى چې د ٢٠١٥ کال د نړيوالو يو ورځنيو اتلوليو د غوراوي لپاره يې د افغان لوبډلې هيلې لا کمې کړې.

پچه افغان کپتان نوروز منگل وگټله.

د شل اوريزو لوبو په پرتله يې په لوبډله کې يوازې يو بدلون راوستى و چې د افتاب عالم پر ځاى په کې زلمى بالر ذکي الله ذکي په لومړي ځل د ملي لوبډلې له خوا د لوبې چانس وموند.

له همدې بدلون پرته نور د لوبې بڼه او تاکتيک بدل شوى نه و.

افغان منډه جوړونکو داسې لوبه پيل کړه لکه چې لا هم د شل اوريزو لوبو په سياليو کې بوخت دي.

خو دا پنځوس اوريزه يوه ورځنۍ لوبه وه.

لومړنى کس کريم صادق و چې په پنځم اوور کې وسوځيد.

دۀ ١٠ مندې کړې وې او د لوبډلې ټولې هغه ٢١ ته رسيدلې وې.

مندې ٤٤ ته رسيدلې وې او لا هم نهم اوور روان و چې جاويد احمدي په ٢٥ منډو وسوځيد.

کپتان نوروز منگل په لومړي توپ ورپسې لاړ.

لسم اوور لا بشپړ شوى نه و چې ٥٤ منډې وې او څلورم لوبغاړى هم وسوځيد.

محمد شهزاد يوازې ١٢ منډې کړې وې او څلورم کس و چې وسوځيد.

په شل اوريزو لوبو کې به دغه حالت د کابو کيدو وړ واى خو په پنځوس اوريزو لوبو کې چې لا هم څلوېښت اوورنه و، خبره اسانه نه وه.

اصغر ستانکزي او محمد نبي خپله وسه وکړه او تر ٢٤ اوور پورې سره ودريدل.

منډې تر سلو اوښتې وې چې اصغر هم په ٢٥ منډو وسوځيد.

په ٣٣ اوور کې چې محمد نبي د ٤١ منډو تر جوړولو وروسته وسوځيد د ښه هدف هيلې هم ورسره لاړې.

دى اتم لوبغاړى و چې سوځېدۀ.

په څلوېښتم اوور کې افغانستان خپل لسم او وروستى لوبغاړى هم له لاسه ورکړ.

يوازې د ١٥٤ منډو هدف خورا کمزورو لوبډلو ته هم اسانه دى.

هالنډ په ځواب کې داسې پيل وکړ لکه دىو چې هم له شل اوريزو لوبو نه وي راوتلي.

په لومړيو اتو اوورونو کې يې نژدې ٥٠ مندې کړې وې چې لومړى کس يې د دولت ځدراڼ په توپ وسوځيد.

يوازې ١٦ نور اوورونه پکار و چې هالنډ پاتې منډې هم خپلې کړي.

له دې ماتې وروسته افغانستان اوس د ٢٠١٥ کال د نړيوالو اتلوليو د غوراوي په کتار کې په پنځم نمبر دى ، يوازې لومړني دوه اتلوليو ته لار مومي