د افغانستان د رگبي لوبډله برتانيا ته سفر کوي

 رگبي
Image caption د افغانستان رگبي فدراسيون تير کال جوړ شو

د افغانستان د رگبي فدراسيون بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وويل چې په لومړي ځل يې ملي لوبډله برتانيا ته سفر کوي.

دا سفر به د روان ميلادي کال د جون په مياشت کې له لندنه پيل شي.

د افغانستان د رگبي فدراسيون مرستيال عبدل خليل بېگ وويل د برتانيا په بورتمت کې د رگبي د اووه کسيزو په ټورنامنټ کې به افغان لوبډله برخه اخلي.

دۀ وويل اووه کسيزه رگبي مخ په غوړيدو ده او د ٢٠١٦ کال په المپيک لوبو کې به هم ځاى مومي.

په افغانستان کې رگبي خورا نوې لوبه ده.

يو کال وړاندې د دغې لوبې فيدراسيون جوړ شو او ملي لوبډله يې چمتو شوه.

د ژمي په ورځو شپو کې افغان رگبي فدراسيون په کابل کې د واورو رگبي لوبه وکړه.

عبدل خليل بيگ بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وويل چې افغان رگبي لوبډله په دې وروستيو کې پاکستان ته د ځينو دوستانه لوبو لپاره تللې وه.

دۀ زياته کړه چې ځينو لوبغاړو په افغانستان کې د نړيوالو سوله ساتو ځواکونو له يو شمير هغو کسانو سره هم لوبې کړي دي چې په رگبي پوهيږي.

خليل بيگ ډاډ وښود چې افغان رگبي لوبډله به په برتانيا کې وځليږي.

دى وايي د دغه سفر لگښتونه يو اروپايي تجارتي شرکت ورکوي خو دىو هيله من دي چې په راتلونکو کې په کور دننه هم پام ورته وشي.

د افغانستان د رگبي د ملي لوبډلې د کپتان مصطفى سعادت له خولې يوې برتانوى ورځپاڼې ليکي " هوډ مو دا دى چې يوه نه يوه ورځ د رگبي په نړيوالو اتلوليو کې برخه واخلو."

ورته مطالب