افغانستان په کريکټ کې هالنډ ته ماتې ورکړه

Image caption کريم صادق يوازې په ٧٢ توپونو سليزه وکړه.

د پچې تر گټلو وروسته نوروز منگل هالنډ ته د منډو بلنه ورکړه.

د شارجې پر ميدان ډيرو په دويم ځل منډو کې گټه ليدلې ده.

د هالنډ لومړى لوبغاړى عزت الله دولتزي وسوځاوۀ.

د دولت ځدراڼ په نشتوالي کې د افغانستان بالينگ کمزورى ښکاريد خو د دولتزي اول بري هيلې پيدا کړې.

د هالنډ لوبغاړو له لومړني گوزار وروسته لوبه تيزه کړه.

د دويم کس لپاره او بيا د څلورم کس لپاره تر نوي منډو د ډيرو ملگرتياو او هغه هم په سرعت داسې ښووله چې ښايي افغان لوبډله د ٣٠٠ منډو هدف ومومي.

خو عزت الله دولتزي څلور کسه وسوځول او د هالنډ د منډو مخه يې ډب کړه.

سميع الله شينواري ، محمد نبي او جاويد احمدي هم ښه بالينگ وکړ.

د هالنډ ٢٥٦ منډې تر هغه ډيرې کمې وې چې يو وخت يې اټکل کيدۀ.

افغانستان داسې پيل وکړ چې ته وا لا هم په شل اوريزو لوبو کې دي خو په دې توپير چې دا ځل يې څوک ژر ونه وسوځيدل.

کريم صادق يوازې په ٧٢ توپونو سليزه وکړه.

دا په رسمي نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې د کريم دويمه سليزه ده.

يوازې محمد شهزاد د درو سليزو په لرلو تر کريم هم ډيرې سليزې افغان لوبډلې ته په يو ورځنيو لوبو کې کړي دي.

کريم او جاويد احمدي د ١٤١ منډو ملگرتيا وکړه.

کريم په پوره ١٠٠ منډو وسوځيد.

جاويد احمدي ٤٣ او محمد شهزاد ٣٧ منډې درلودې خو کپتان نوروز منگل تر پايه ودريد ٤٥ منډې يې وکړې او برى يې يقيني کړ.

لوبډله

له هالنډ سره په لومړنۍ لوبه کې چې کومه افغان لوبډله لوبېدلې وه له هغې دوه کسه په دويمه سيالۍ کې نه و.

دولت ځدراڼ او ذکي الله ذکي په دې دويمه لوبه کې نه وو شامل شوي.

دوى دواړه بالران دي او په لومړۍ لوبه کې يې لوبه هم دومره خرابه نه وه چې په دې سيالۍ کې نه واى لوبيدلي.

خو د شارجې ميدان ته په پام سره ښايي غوره دا بلل شوي وو چې منډه جوړونکي ډير شي. په لومړۍ لوبه کې افغان لوبډله د منډو په ډگر کې پاتې راغلې وه.

ورته مطالب