په څلور ورځنۍ لوبه کې هالنډ او افغانستان مخامخ دي

Image caption د افغان لوبډلې کمزورې برخه ښايي د منډو وي، که د منډو په ډگر کې وځليدل.

په شارجه کې د دوشنبه له ورځې( د اپريل دويمه) افغان ملي لوبډله له هالنډ سره څلور ورځنۍ لوبه د ډيرو په گومان داسې پيلوي چې ښايي گټوونکي يې دوى وي.

افغانستان د دغو اتلوليو اتل هيواد دى او تير ځل يې هالند ته په هالند کې د څلور ورځنيو لوبو په ترڅ کې ماتې ورکړې وه.

خو افغان لوبډله له هغه وخته راهيسته ډيره بدله شوې ده.

تيز بالر حميد حسن نشته، نور علي ځدراڼ او شاپور ځدراڼ ټپي دي او کريم صادق له يو ورځنيو او شل اوريزو لوبو وروسته کابل ته ستون شوى دى.

يو شمير نوي لوبغاړي يا لوبډلې ته راغلي او يا يې د لوبېدا امکان ډير شوى دى.

د دغې څلور ورځنۍ لوبې لپاره چې څو اوونۍ وړاندې کوم ټيم اعلان شوى و په هغو کې ځينې زلمي لوبغاړي ترسترگو کيږي.

حشمت الله شاهدي، عزت الله دولتزى، جاويد احمدي، افتاب عالم،ذکي الله ذکي، دولت ځدراڼ او افسر خان ځاځى نوي او تنکي ځوانان دي چې يو کال

وړاندې لا ډير په لوبډله کې نه ليدل کيدل.

د پيل لوبغاړي

د کريم صادق او نور علي ځدراڼ په نشتوالي کې به د پيل لوبغاړي نوي وي.

جاويد احمدي په تيرو څو لوبو کې ځليدلى دى، ډير امکان شته چې دى د پيل په جوړه کې ځاى ولري.

له جاويد سره چې ښى لاسى دى ښايي کيڼ لاسى حشمت الله شاهدي يو ځاى شي.

خو که د حشمت د تجربې کمښت د دې دليل شي چې په لوبډله کې ځاى ونه مومي نو بيا به شبير نوري يا ان محمد شهزاد دا دنده پر ځاى کوي.

د شارجې ميدان په تيرو وختونو کې ليدل شوى چې د منډو لپاره جوړ دى او ورو بالران په کې ځليږي.

خو دا امکان هم شته چې دا ځل پرې واښه پرېښودل شي او د تيزو بالرانو لپاره غوره ځاى وي.

که داسې و نو د پچې گټل خورا مهم دي.

نوروز منگل له هالنډ سره په دوو يو ورځنيو لوبو کې پچه گټلې وه که په څلور ورځنۍ لوبه که هم بريالى شو او ميدان د تيزو بالرانو لپاره ښه و نو

ښايي لومړى هالنډ منډو ته وروبولي.

د دولت ځدراڼ، عزت الله دولتزي او افتاب عالم په څير تېزو بالرانو ته په پام سره ښايي تر هالنډ د افغانستان تله درنه وي.

د افغان لوبډلې کمزورې برخه ښايي د منډو وي، که د منډو په ډگر کې وځليدل.

د بالينگ برخه به يې د شاپور ځدراڼ او حميد حسن د نشتوالي په سر هم خپله وړتيا وښيي او دا امکان به ليرې نه وي چې برى خپل کړي.

تېره تجربه

په ٢٠١٠ کال کې په لومړي ځل افغانستان د څلور ورځنيو لوبو ډگر ته ووت.

لومړنۍ تجربه يې د زمبابوې له خورا پياوړې لوبډلې سره وه چې په برلاسي ډول ترې راووته.

د هغو سياليو اتلولي افغان لوبډلې هغه وخت ترلاسه کړه چې په پايلوبه کې يې سکاتلند ته په اسانۍ ماتې ورکړه.

دا ځل په ترسره شويو دوو لوبو کې افغانستان کانادا ته ماتې ورکړه خو له متحدو عربو اماراتو سره يې لوبه مساوي ختمه کړه.

د اتو لوبډلو په دغو سياليو کې د سر دوه هيوادونه پايلوبې ته وځي.

اوس ايرلنډ او سکاتلند تر درو درو لوبو وروسته په اول او دويم نمبر دي.

ايرلنډ چې خپله څلورمه لوبه به په خپل کورکې د جولاى په مياشت کې له افغانستان سره کوي خپلې درې سره لوبې گټلي او سکاتلند په درو کې يوه گټلې ده.

ورته مطالب