په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

عزت الله دولتزى: کبير خان، کپتان او لوبغاړو ډير ډاډ راکړ

کابل کې زيږيدلى د سمنگان ولايت اوسيدونکى عزت الله دولتزى په تيرو څو اوونيو کې د کريکټ مينه والو پام ځان ته واړاوۀ.

د حميد حسن او شاپور ځدراڼ په نشتوالي کې عزت الله دولتزي په شل اوريزو، يو ورځنۍ او څلور ورځنۍ لوبه کې داسې وړتيا وښوده چې د ډيرو سترگې ور واوښتې.

عزت الله دولتزى پخوا د نولس کلنو په لوبډله کې لوبېدۀ خو اوس چې ملي ټيم ته راغى داسې وځليد چې ښايي ځانته يې په کې ځاى پوخ کړ.

له هالنډ سره په څلور ورځنۍ لوبه کې عزت الله دولتزي نهه کسه وسوځول، په اول وار څلور او په دويم وار يې پنځه کسه اوټ کړل.

له دولت احمدزي او حميد حسن وروسته عزت الله دولتزى دريم افغان بالر دى چې په څلور ورځنيو لوبو کې يې په يو وار پنځه يا ډير لوبغاړي سوځولي دي.

بي بي سي پښتو وېبپاڼې ورسره خوالۀ د هالنډ له لوبې پيل کړي دي.