يونان ښايي د لندن په اولمپيک کې گډون ونه کړي

يونان د انځور حقوق AP
Image caption اولمپيک کې نه گډون د دې خبرې ښکارندوي کوي چې د يونان اقتصادي کړکيچ څومره ژور دى.

د يونان د سپورت فدراسيون اعلان کړى چې د بوديجې د کمښت له کبله ښايي خپل ټول کورني سپورتي فعاليونه ځنډوي.

د فدراسيون يوې سرچينې بي بي سي وويل د دغې ستونزې په هوارۍ کې پاتې راتله کيداى شي چې د لندن د اولمپيک په لوبو کې د يونان د سپورتي ډلو گډون له خطر سره مخامخ کړي.

له اتنه مارک لوين په دې اړه کاږي:

دا د رايو په اکثريت د يونان د سپورت فدراسيون د مديريت له لوري په دې اړه پريکړه ده چې ټول کورني سپورتي فعاليتونه به وځنډول شي.

د فدراسيون يوې سرچينې بي بي سي ته وويل چې د پيسو د کمښت له کبله لوبغاړي په داسې سپورتي تاسيساتو کې تمرين کوي چې مرکز گرمي او تودې اوبه نه لري.

د ٢٠١١کال لپاره د فدراسيون بوديجه په ناڅاپي ډول د کال په پاى کې کمه شوه چې له امله يې د فدراسيون پيسې خلاصې شوې.

فدارسيون پر حکومت غږ کړى چې په دې برخه کې مرسته وکړي.

سرچينې وويل د دغې ستونزې په هواريدو کې پاتې راتله به د دې سبب شي چې د يونان لوبغاړي د لندن د اولمپيک په لوبو کې گډون ونه کړي.

که دا کار وشي ، د اولمپيک د لوبو بنسټ ايښودونکي يونان ته به دا يو سپکاوى وي.

دا رنگه دا د دې ښکارندوي هم کوي چې د يونان اقتصادي کړکيچ څومره ژور دى.

د لندن اولمپيک لوبې د روان ميلادي کال د جولاى په ٢٧ نېټه پيليږي.

ورته مطالب