افغان کریکټ لوبدله له بریاوو سره افغانستان ته ستنه شوه

کریکټ لوبډله د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption د دوی هرکلي ته د افغانستان د کابينې د وزيرانو په ګډون ګڼ شمېر لوړپوړي چارواکي هم ورغلي وو.

د افغانستان د کريکټ ملي لوبډله په متحده عربي اماراتو کې د شل اووريزو نړيوال جام ته له لارې موندلو وروسته افغانستان ته له ډک لاس سره ستنه شوه.

افغان لوبډلې د کريکټ د نړيوالو شل اووريزو اتلوليو د غوراوي په لومړۍ پايلوبه کې اووه لوبې وکړې او ټولې يې گټلې وې.

دارنګه، افغان لوبډلې هالنډ ته هم په یوه څلور ورځنیو لوبو کې ماته ورکړې وه.

د کریکټ لوبډلې د هر کلي لپاره ګڼ شمیر چارواکي او د کریکټ مینه وال هوايي ډګرته ورغلي.

د دوی هرکلي ته د افغانستان د کابينې د وزيرانو په ګډون ګڼ شمېر لوړپوړي چارواکي هم ورغلي وو.

افغان کريکټ لوبډلې د متحده عربي اماراتو په شارجه او دبۍ کې د شل اووريزو نړيوالو سياليو د غوراوي په لوبو کې د نهو سياليو له ډلې اته يې ګټلي او نړيوالو شل اووريزو سيالو ته يې لار موندلې ده.

له دغو سياليو راستانه شوي افغان لوبغاړي خورا خوشحاله برېښېدل.

نړيوالې شل اوورنيزې سيالۍ په راتلونکي سپټمبر کې په سريلانکا کې کېدونکي دي او افغانستان به د هند او انګلستان په څېر له پياوړو نړيوالو ډلو سره زور وازمويي.

افغان لوبغاړي وايي مورال يې قوي دی او له تمې سره سم به د دغو لوبډلو په وړاندې سيالي وکړي.

افغان کريکټ لوبډلې تېر ځل هم دغو سياليو ته لار موندلې وه چې نړيوالو کتونکو يې لوبه خوښه کړه.

ورته مطالب