وزن پورته کوونکي افغان کم سارې وړتيا وښوده

Image caption علي رضا رفقيزاده وايي له تيرو درو مياشتو په تمرينونو بوخت دى.

کابل کې يوۀ وزن پورته کوونکي ځوان د ٤١٠ کيلو گرامه وزن په پورته کولو د افغان چارواکو په وينا د خپل ډول نړيوال ريکارډ مساوي کړى دى.

د ٣٠ کلن علي رضا رفيقزاده خپل وزن څرگند نه دى او افغان چارواکو يې د وزن پورته کولو پر کتاگوري ډير څه نه دي ويلي.

خو په کابل کې د شنبه په ورځ ( د اپريل ٧) د وزن پورته کوونکو د ملي لوبډلې د انتخاب په ترڅ کې دغه لوبغاړي ٤١٠ کيلوگرام وزن پورته کړ.

افغان چارواکي وايي دا د نړيوال ريکارډ د مساوي کېدا په مانا دى.

رفيقزاده ځايي رسنيو ته وويل دى وياړي چې نړيوال ريکارډ يې په وزن پورته کولو کې برابر کړى دى.

علي رضا رفقيزاده وايي دى له تيرو درو مياشتو په تمرينونو بوخت دى.

هيله يې دا ده چې د وزن پورته کولو په اسيايي سياليو کې برخه واخلي.

د اسيا د وزن پورته کولو سيالۍ د مۍ د مياشتې له لومړۍ نېټې د هند په اديپور کې ترسره کيدونکې دي.

د وزن پورته کولو په اسيايي سياليو کې به ٤٧ هيوادونه برخه اخلي.

ورته مطالب