د افغانستان رگبي لوبډله له اماراتو سره لوبې کوي

Image caption رگبي په افغانستان کې نوې لوبه ده او لوبغاړو يې په نړيوالو ډگرونو کې د لوبو تجربه او مزه لا نه ده څکلې.

د افغانستان د رگبي ملي لوبډله د متحدو عربو اماراتو په سفر تلونکې ده چې له کوربه هيواد سره درې دوستانه لوبې وکړي.

د رگبي افغان چارواکي وايي د اسيا رگبي فدراسيون يې په دې لوبو کې څاري.

په دوبۍ کې د اپريل له ٢٥ مې نېټې د پنځو هيوادونو رگبي سيالي پيليږي.

په دغو لوبو کې ازبکستان، قطر، اردن، لبنان او امارات برخه اخلي.

افغانستان په دغو سياليو کې برخه وال نه دى خو افغان ملي لوبډله موقع لري چې له متحدو عربو اماراتو سره درې دوستانه لوبې وکړي.

افغان لوبغاړي به خپله لومړنۍ لوبه له اماراتو سره د دوبۍ " د سېونز" په لوبغالي کې د اپريل په ٢٧ مه نېټه پر ځايي وخت ماپښين درې بجې پيلوي.

د دوبۍ د ماپښين درې بجې به خورا سخته گرمي وي خو افغان لوبغاړي هيله من دي چې دا نوې تجربه به ورته په راتلونکې کې گټوره وي.

څو مياشتې وړاندې افغان لوبغاړو د کابل په قرغه کې په واورو کې د رگبي لوبې کولې.

خو په دوبۍ کې له گرمۍ پرته د افغان لوبغاړو لپاره بل لوى امتحان دا دى چې په يوه ورځ درې لوبې کوي.

د دوى دويمه لوبه به په همدې ورځ د مازديگر په پاو باندې پنځه او وروستي لوبه به يې په همدې ورځ د ماښام په اووه بجې او ٣٠ دقيقې وي.

د افغانستان د رگبي فدراسيون مشر منصور مجيد وايي دا لوبې شل دقيقې دي او اووه کسيزې دي نو پر لوبغاړو به يې ډير فشار نه وي.

ښاغلي مجيد زياته کړه چې دا درې لوبې د افغانستان لپاره په دې ډيرې مهمې دي چې د اسيا رگبي فدراسيون به يې له نژدې گوري او دا به معلوموي چې افغان لوبډله په راتلونکې کې له کومو هيوادونو سره په سياليو کې مخامخ کړي.

د اپريل ٢٧ مه نېټه د جمعې ورځ ده، د افغانستان د رگبي فدراسيون يوۀ چارواکي عبدالخليل بيگ بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وويل، هيله من دى چې ډير دوبۍ ميشتې افغانان به يې د هڅونې لپاره ورشي.

د افغانستان د رگبي فدراسيون چارواکي وايي دا ښه موقع ده چې افغان لوبغاړي تجربه ترلاسه کړي او افغان مينه وال د دغې نوې لوبې ستوري مخامخ وويني.

رگبي په افغانستان کې نوې لوبه ده او لوبغاړو يې په نړيوالو ډگرونو کې د لوبو تجربه او مزه لا نه ده څکلې.

ورته مطالب