د نړۍ د فوټبال تر ټولو شتمن کلبونه په ډاگه شول

Image caption د انگلستان مانچستر يونايتيد کلب

د انگلستان مانچستر يونايتيد کلب يو وار بيا د نړۍ تر ټولو شتمنو فوټبال ډلو په کتار کې په لومړي نمبر راغلى دى.

د فوربيس مجلې له خوا په خپرو شويو شميرو کې راغلي چې د انگلستان د مخکښ ليگ پريميرشيپ د تير کال اتل کلب تر دوو ميلياردو ډالرو ډير ارزښت لري.

د اسپانيا ريال مادريد او ورپسې بارسلونا په دويم او دريم نمبر دي.

ريال مادريد هم يو اعشاريه اته ميليارده ډالره ارزښت لري خو بارسلونا بيا د يو اعشاريه درې ميليارده ډالرو برابر بلل شوى دى.

د لندن ارسنل د يو اعشاريه ٢٩ ميليارډو ډالرو په شتمنۍ په څلورم نمبر دى.

د جرمني بايرن ميونيخ پنځم، د ايتاليا اې سي ميلان شپږم ، د انگلستان چلسي او ليورپول په اووم او اتم نبمر ياد شوي دي.

د مانچستر يونايتيد کلب په نړۍ کې شاوخوا ٣٣٠ ميليونه مينه وال لري او په همدې دليل يې عايدات هم خورا زيات دي.

څيړونکي وايي د فوټبال په ډگر کې شتمن لا پسې شتمنيږي ځکه چې د ښو لوبغاړو د پېرودلو توان لري او ښه لوبغاړي د بري ضمانت کوي.

ورته مطالب