په شل اوريزو اتلوليو کې افغانستان لومړۍ لوبه له هند سره کوي

Image caption افغان لوبډله به لومړنۍ لوبه د سپتمبر په ١٩ مه نېټۀ چې د چارشنبه ورځ ده په کولمبو کې له هند سره بخت ازمويي.

د کريکټ د نړيوالو شل اوريزو اتلوليو له مهال وېش سره سم به افغانستان د سپتمبر په ١٩ مه نېټه خپله لومړنۍ لوبه له هند سره او دوه ورځې وروسته دويمه سيالي له انگلستان سره کوي.

د کريکټ د نړيوالو شل اوريزو سياليو له مهال ويش سره سم افغانستان په اې گروپ کې له هند او انگلستان سره مخامخ دي.

دا اتلولۍ په سرېلنکا کې ترسره کيدونکې دي.

افغان لوبډله به لومړنۍ لوبه د سپتمبر په ١٩ مه نېټۀ چې د چارشنبه ورځ ده په کولمبو کې له هند سره بخت ازمويي.

دوه ورځې وروسته د جمعې په ورځ به افغان لوبډله له اوسني اتل انگلستان سره بيا هم په کولمبو کې مخامخيږي.

دواړه لوبې د افغانستان پر وخت د ماښام په شپږ بجې او ٣٠ دقيقې پيليږي.

د اې گروپ وروسته لوبه د دوشنبه په ورځ د سپتمبر په ٢٣ مه نېټه د هند او انگلستان ترمنځ کيږي.

له هر گروپ څخه دوه لوبډلې دويم پړاو ته لار مومي.

دوه کاله وړاندې افغانستان په لومړي ځل د کريکت په نړيوالو شل اوريزو اتلوليو کې برخه واخيسته او خپله لومړنۍ لوبه يې هلته هم له هند سره د ويست انډيز په ز سينت لوشيا ټاپو کې وکړه.

هند په شل اوريزو لوبو کې د ٢٠٠٧ کال نړيوال اتل دى.

انگلستان بيا په ٢٠١٠ کال کې د شل اوريزو اتلوليو د گټلو وياړ خپل کړ.

دغه دواړه لوبې به د افغان لوبغاړو لپاره اسانه نه وي خو د تير ځل سياليو تجربه ښايي ورسره مرسته وکړي.

ورته مطالب