د ويمبلډن ټينس گټونکى به نژدې دوه ميليونه ډالر مومي

Image caption د دوى هيله دا ده چې په دې ډول به هغه لوبغاړي هم ډيرې پيسې ومومي چې تر اتلولۍ نه رسيږي.

د تينس لوبو د تر ټولو مشهورو سياليو ويمبلډن تنظيموونکو اعلان کړى دى چې د ٢٠١٢ کال له اتلوليو څخه به د گټوونکو د انعام پيسې په سلو کې ١٠ زياتوي.

د نړۍ د ټينس د تر ټولو مشهورو او لرغونو سياليو ، ويمبلډن، تنظيموونکي وايي له سږنيو سياليو څخه به دوى د انعام پيسې په سلو کې ١٠ ډيروي.

د دوى هيله دا ده چې په دې ډول به هغه لوبغاړي هم ډيرې پيسې ومومي چې تر اتلولۍ نه رسيږي.

په لندن کې د کيدونکو ويمبلډن لوبو د ښځو او سړو اتلان به سږ کال يو اعشاريه ٨٥ ميليونه ډالر ترلاسه کوي.

خو د انعام ډيرې پيسې د لومړيو پړاونو لپاره بېلې شوي چې هغه لوبغاړي هم ترې گټه واخلي چې د اتلولۍ هيله يې کمه وي.

په ٢٠١١ کال کې ويمبلډن څه باندې ٢٤ ميليونه ډالر د انعام په توگه ورکړې وې سږ کال به ٢٦ ميليونه ډالر د لوبغاړو جيب ته لويږي.

په سږنيو لوبو کې که کوم لوبغاړى تر څلورم پړاو پورې ورسيد نو تر يو ميليون ډالرو ډيرې ترلاسه کولى شي.

د ويمبلډن تينس لوبې پر وښو کيږي حال دا چې د نړۍ ډيرې نورې ورته سيالۍ په مصنوعي او ربړي ميدان ترسره کيږي.

ورته مطالب