افغان لوبغاړي د سنوکر منځلوبه يا کواټرفاينل وبايلله

Image caption په دغو سياليو کې د اسيا د لويې وچې ٣٠ هيوادونه بخت ازمويي.

په قطر کې د اسيا د سنوکر اتلوليو په ترڅ کې افغان لوبغاړى صالح محمد صالح وځليد او تر منځلوبو يا کواټر فاينلز پورې ورسيد.

په منځلوبه کې صالح له هندي لوبغاړي اديتا ميهتا سره مخامخ شو چې د اتو ميزونو په لوبه کې دوه په پنځه مات شو.

په دغو سياليو کې د اسيا د لويې وچې ٣٠ هيوادونه بخت ازمويي.

له صالح محمد صالح سره درې نور افغان لوبغاړي هم تر ډيره وځليدل.

دوى په لومړي پړاو کې لوبې وگټلې او دويم او سوځيدونکي يا ناک اوټ پړاو ته ورسيدل.

تر منځلوبې يا کواټر فاينل يو پړاو مخته افغان لوبغاړى نادر خان سلطاني د تايلنډ له يوۀ لوبغاړي ماتې خوړلې وه.

سنوکر که څه هم له ډيره وخته په افغانستان کې کږي خو په نړيوالو لوبو کې د افغان لوبغاړو گډون د بيلا بيلو دلايلو له امله کم و.

ورته مطالب