اولمپيک مشعل په برتانیا کې ۷۰ ورځنی سفر پيل کړ

Image caption د المپيک لوبې چې په هرو څلورو کلونو کې يو ځل کيږي.

سر له شنبې (د مۍ ۱۹) د سهار نه په برتانيا کې د اولمپيک د مشعل ٧٠ ورځنۍ گرځونه پيل شوه.

دغه کار د کارنوال نه پيل شو او لومړى ليږدونکى يې هم د اولمپيک د سياليو د سرو زرو د درې ميډالونو گټونکى بين اينزلي وه.

د المپيک دغه مشعل به د ورځې تر پايه پورې د برتانيا په جنوب د پلېموت تر ساحلي ښاره پورې و ليږدول شي.

ددغو ٧٠ ورځو په اوږدو کې به لږ تر لږه ٨٠٠٠ تنه د اولمپيک مشعل له يوې سيمي نه بلې ته لاس په لاس ليږدوي او د ورځې په اوږدو کې به تر سلو تنو پورې دغه مشعل لاس په لاس کړي.

په ځايي وخت د مازيگر په اوو بجو به پليموت ته ورسيږي او هلته به يې په وياړ يو ستر کنسرت جوړ شي .

د اولمپيک دغه مشعل چې پرون (د مۍ ۱۸) د يونان د اتن نه په يوې ځانگړې الوتکې کې د برتانيا د ملکې د لور شهزادگۍ ان لخوا په يوه ځانگړي اليکين کې برتانيا ته راوړل شو.

کله چې پرون الوتکه کارنوال ته ورسيده هلته بيا د برتانيا د فوټبال ستوري ډيويډ بيکم په داسې حال کې چې لمبې يې پورته کيدې مشعل پورته کړ.

د اولمپيک دغه مشعل به په ۷۰ ورځ د لندن ختيځ د ستراتفورد سيمي ته چې د المپيک سيالۍ په کې تر سره کيږي وليږدول شي او بيا به هلته د اولمپيک په عمده ستوديوم کې کيښول شي .

د المپيک لوبې چې په هرو څلورو کلونو کې يو ځل کيږي. دا لوبې په لومړي ځل په يونان کې وشوې.

له دې کبله يې تر اوسه هم امتياز له هغه هېواد سره دی او کله هم چې په کوم هېواد کې د اولمپيک لوبې کيږي مشعل يې له يونان نه روښانه کيږي.

ورته مطالب