د اروپا د فوټبال اتلوليو سي گروپ

د انځور حقوق Getty
Image caption تېرو اتو کلونو کې اسپانيا د اروپا اتلولۍ او د نړيوالو سياليو جام پورته کړى دى.

په سي گروپ کې د ټولو سترگې اسپانيا ته دي خو ايتاليا ، کرويشيا او د ايرلنډ جمهوريت ورته سرخوږى جوړلى شي.

اسپانيا

په تېرو اتو کلونو کې اسپانيا د اروپا اتلولۍ او د نړيوالو سياليو جام پورته کړى دى او داسې ښکاري چې دا ځل به هم که څوک د اتلولۍ نيت لري نو لومړى به اسپانيا ماتوي.

خو د اسپانيا په لوبډله کې مهم گول وهونکى ديويد ويلا نشته.

ديويد ويلا دا تيرې څو مياشتې د پښې د ماتېدا له امله لوبه نه ده کړې.

د اسپانيا بل مهم گول وهونکى توريز روغ دى خو په روان کال کې يې لوبه دومره ښه نه وه چې په ملي لوبډله کې ځاى ومومي.

اسپانيا ښايي بيا هم د منځډگرو لوبغاړو لوبې ته وگوري او په دغه برخه کې تر بل هر هيواد دوى ښه لوبغاړي لري.

که اسپانيا له سي گروپ څخه دويم پړاو ته لار ونه مونده دا به د منلو وړ خبره وي، خو دا چې په دويم پړاو کې تر کومه پرمخ ځي روښانه نه ده.

پايلوبه ، نيمه پايلوبه او که يوازې منځلوبې، دا ځل هر څه ممکن دي، دا هغه خبره ده چې تير کال يې چا فکر نه شواى کولى هغه وخت د ټولو په خولۀ همدا ټکى و چې اسپانيا به يې بيا گټي.

ايتاليا

د ايتاليا په لوبډله کې داسې کوم لوبغاړى نه وينو چې نوم يې د هر چا په خولۀ وي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د ايتاليا د فوټبال تاريخ ته په پام سره دا ځل هم له دوى څخه د ښې دفاع هيله شته

دوى ښه لوبغاړي لري خو داسې هم نه دي چې د ډيرو دې ترې سترگه وسوځي.

د ايتاليا د فوټبال تاريخ ته په پام سره دا ځل هم له دوى څخه د ښې دفاع هيله شته او دا امکان هم ليرې نه دى چې له اسپانيا سره يو ځاى دويم پړاو ته لار ومومي او هلته هم په ښې دفاع تر نيمه پايلوبو ځان ورسوي خو د اسپانيا، جرمني، هالنډ او فرانسې لوبډلې که وروسته ورسره مخامخ شوې ښايي مخه يې ډب نه کړي.

کروېشيا

لوکا مورديچ د کرويشيا د لوبډلې زړۀ بلل شوى دى، د منځډگرى لوبغاړى دى، له دفاع تر بريده توپ په شلو چلونو رسوي او خپله هم گول وهلى شي.

له مورديچ پرته هم ځينې داسې لوبغاړي شته چې په خپله ورځ مشکل جوړولى شي.

په سي گروپ کې کرويشيا له اسپانيا لوبه نه شي گټلى خو له ايتاليا او ايرلنډ سره ښه سيالي کولى شي.

دا به د ډيره د حيرانۍ خبره نه وي که دوى له اسپانيا سره په گډه دويم پړاو ته ورسيږي.

د ايرلنډ جمهوريت

د ايرلنډ جمهوريت وروسته له څو کلونو يوۀ نړيوال جام ته لار موندلې ده.

لوبډله يې سره پېيلې او د هر توپ لپاره تر پايه په جذبه لوبه کوي خو د استعداد له مخې په سي گروپ کې ښايي تر ټولو کمزورې وي.

که جذبه کافي وي نو ايرلنډ ښايي ځينې گوته په غاښ کړي.

ورته مطالب