انگريز کريکټ ستورى په افغان سيالۍ کې نشته

پيټرسن د انځور حقوق BBC World Service
Image caption کيون پيټرسن د نړۍ يو له ديرو ښو لوبغاړو بلل کيږي

کيون پيټرسن د نړۍ يو له ډيرو ښو منډه جوړونکو څخه دى چې په تيرو شل اوريزو نړيوالو اتلوليو کې د سياليو غوره لوبغاړى بلل شوى و.

پيټرسن په يو ورځنيو لوبو کې تر څلور زرو ډيرې منډې کړي او په شل اوريزو سياليو کې يې هم منډې تر ١٠٠٠ اوښتي دي.

دى خورا تيزه لوبه کوي او په همدې دليل د ډيرو سيالو لوبډلو لپاره د سترگو ازغى و.

خو په ٣٢ کلنۍ کې پيټرسن د انگلستان له کريکت بورډ څخه وغوښتل چې په يو ورځنيو لوبو کې نوره برخه نه اخلي او غواړي ډير پام پنځه ورځنيو لوبو ته واړوي.

د پيټرسن دا غوښتنه د انگلستان کريکټ بورډ په دې شرط ومنله چې له شل اوريزو سياليو هم لاس په سر شي.

پيټرسن دغه شرط ومانۀ.

د سپتمبر په مياشت کې د شل اوريزو سياليو نړيوالې اتلولۍ په سرېلنکا کې کيږي.

انگلستان خپله لومړنۍ لوبه له افغانستان سره کوي.

په انگلستان کې ځينې رسنۍ وايي چې ښايي کريکت بورډ يا پيټرسن په شل اوريزو سياليو کې د نه گډون پريکړه بيرته واخلي.

که چيرې داسې ونه شول نو افغان لوبډله ښايي خوښه وي چې د نړۍ له يوۀ خورا خطرناک لوبغاړي خلاص شوي دي.

خو افغان لوبغاړي پوهيږي چې انگلستان خورا ډير نور داسې کسان لري چې گټل ترې اسانه نه دي.

ورته مطالب