د افغانستان د کريکټ سباني درې ستوري

Image caption همدا دوى دي چې په افغانستان کې د سبا ورځې کريکت ستوري دي.

د افغانستان د کريکټ ملي لوبډلې پخوانى کپتان ريس احمدزى د ١٦ کلنو په لوبډله کې درې داسې لوبغاړي راپېژني چې د دۀ په گومان د راتلونکي لوى ستوري دي.

نوين الحق

نوين الحق د کابل ولايت د تره خيلو اوسيدونکى ، لا ١٥ کلن شوى نه دى خو په ښي لاس تيز بالينگ کوي او ان اوس يې لا سرعت تر ١٢٥ کيلومتره في ساعت اوړي.

دۀ د ٢٠١٠ کال د اسيا د لويې وچې د ١٦ کلنو په سياليو کې د افغانستان له خوا لوبه وکړه، لوبه يې د پام وړ نه وه او دا طبعيي خبره ده چې په دومره کم عمر په داسې لويو سياليو کې او هغه هم له کوره دباندې پيل ښه نه وي خو هيلې ورڅخه ډيرې دي.

همدا خبره دوه کاله وروسته ثابته شوه، دى يو وار بيا په ٢٠١٢ کال کې د افغانستان د ١٦ کلنو په لوبډله کې د اسيا په سياليو کې ولوبيد.

دا ځل نوين الحق په ٢٧ اوورونو کې يوازې د ٦٩ منډو په ورکولو ١٥ لوبغاړي وسوځول او خپله وړتيا يې وښوده.

د دغو ١٥ کسانو په سوځولو کې نوين الحق خپل يو قوت داسې وښود چې يو کس هم کيچ اوټ نه شو بلکې د ټولو ويکټې ولگيدې چې دا په توپ اچولو باندې د دغه تنکي ځوان کنټرول ښيي.

نوين الحق د ٢٠١٢ کال د ١٦ کلنو اسيايي سياليو بهترين بالر وبلل شو.

Image caption نوين الحق د ٢٠١٢ کال د ١٦ کلنو اسيايي سياليو بهترين بالر وبلل شو.

د نوين الحق ونه، اندام او نور فزيکي جوړښت ښايي د کلونو په تيريدلو لا ښه شي.

زۀ هيله لرم چې دغه زلمى به يو وخت د افغانستان په ملي لوبډله کې لوبه کوي او ډيرې لاسته راوړن به لري خو شرط يې دا دى چې خپل زيار او هڅې همداسې جاري وساتي.

پرويزخان ملکزى

‎ ١٦ کلن پرويز خان ملکزى د ننګرهار ولايت اوسيدونکى دى او ښى لاس منډه جوړونکى يا بيټسمن دى.

دى هم د نوين الحق په څير په لومړي ځل په ٢٠١٠ کال کې د افغانستان د ١٦ کلنو په لوبډله کې ولوبيد خو په تنکي عمر ، پردي هيواد کې د تجربې نشتوالي او ښايي فشارونو په دۀ ښه لوبه ونه کړه.

خو بيا هم د نوين الحق په څير په ٢٠١٢ کال ک د اسيا د ١٦ کلنو په سياليو کې راڅرگند شو او ډير يې په خپله لوبه حيرانه کړل. په تنکي عمر منډه جوړونکي عمومآ د تيزې لوبې په لټه کې وي.

څلوريزې او شپږيزې ښې ورته ښکاري خو پرويز خان ملکزى له خپلو همځولو مختلف دى.

دى په ارام زړۀ او اعصابو لوبه کوي چې د منډه جوړونکي لپاره ډيره مهمه خبره ده. د دۀ د منډو ډيره برخه يوه او دوه منډې وي چې د راتلونکي لپاره يې ډير زيرى دى.

د پرويز خان ملکزي بله ښېگڼه دا ده چې د لوبغالي څلور سره اړخونو ته توپ ويشتلى شي.

له داسې لوبغاړي سره مخالفه لوبډله ډير مشکل لري ځکه چې نه پوهيږي چې د دۀ د قوت برخه څه ده چې هغه ورته کنټرول کړي.

د ٢٠١٢ کال د ١٦ کلنو لوبغاړو په اسيايي اتلوليو کې پرويز خان ملکزي په پنځو لوبو کې د يوې سليزې او درو پنځوسيزو په مرته ٣٣٧ منډې وکړې.

د دۀ د منډو اوسط ٨٤ و او په دې ډول په هغو سياليو کې غوره منډه جوړونکى وبلل شو چې د وياړ خبره ده. پرويز خان ملکزى که نوره خواري وکړي نو هغه ورځ ليرې نه وينم چې په ملي لوبډله کې به ځان ته ځاى جوړ کړي.

جاويد احمدزى

١٥ کلن جاويد احمدزى د لوگر اوسيدونکى دى.

Image caption د پرويز خان ملکزي ښېگڼه دا ده چې د لوبغالي څلور سره اړخونو ته توپ ويشتلى شي.

دى هم ښي لاسى منډه جوړونکى يا بيټسمن دى. په ٢٠١٠ کال کې د اسيا د ١٦ کلنو لوبغاړو په سياليو کې دۀ د افغانستان د ١٦ کلنو د لوبډلې کپتاني کوله چې دا د دۀ په تنکيو اوږو لوى بار و خو ورسره يې د دۀ د ذهني قوت ښکارندويي کوله.

په هغو سياليو کې دۀ له کپتاني سره سره ښې منډې هم کړې وې. په ٢٠١٢ کال کې هم دۀ د ١٦ کلنو د لوبډلې کپتان و.

د دۀ په کپتانۍ کې افغانستان اول مقام وگاټۀ. دۀ په پنځو لوبو کې ٢٧١ منډې وکړې چې يوه سليزه هم په کې وه. دۀ ١٦١ منډې په يو وار وکړې چې د هغو سياليو د يو ځلي منډو ريکارډ و. دى سپېين يا ورو بالينگ هم کوي، که څه هم په اسيايي سياليو کې يې يوازې ١٠ اوورونه وکړل خو په هغو کې يې هم شپږ کسه وسوځول.

د جاويد احمدزي ذهني قوت او د مشرتابۀ لياقت ته په کتو سره هغه ورځ ليرې نه وينم چې لږ تر لږه د ١٩ کلنو په ملي لوبډله کې ولوبيږي.

که هلته وځليد بيا خو نو ليدل شوي دي چې د ١٩ کلنو ډير لوبغاړي اوس په ملي لوبډله کې لوبيږي.

د تنکيو لوبغاړو په برخه کې يوه خبره بايد زياته کړم چې که وځليږي او خپلو هڅو ته دوام ورکړي يو ځاى رسيدلى شي خو که وځليږي او فکر وکړي چې دنيا يې فتح کړه بيا ورڅخه څه نه جوړيږي، پکار دا دي چې تنکي لوبغاړي تل سر ښکته کړي او زيار وباسي، همدا دوى دي چې په افغانستان کې د سبا ورځې کريکت ستوري دي.

ورته مطالب