د اروپا د فوټبال اتلوليو ډي گروپ ته کتنه

د انځور حقوق AFP
Image caption اوکراين د پولنډ په ستونزه اخته دى، په خپل کور کې لوبه کوي د ميليونونو اوکراينيانو هيلې ورڅخه دا دي چې بريالي واوسي خو په کور دننه فشار ډير کله پر لوبغاړو ډيريږي.

ډي گروپ کې انگلستان، فرانسه، سويډن او دويم کوربه هيواد اوکراين يو ته مخامخ دي او له دغو څلورو څخه دويم پړاو ته د دوو انتخاب اسانه نه دى.

اوکراين

اوکراين د پولنډ په ستونزه اخته دى، په خپل کور کې لوبه کوي د ميليونونو اوکراينيانو هيلې ورڅخه دا دي چې بريالي واوسي خو په کور دننه فشار ډير کله پر لوبغاړو ډيريږي.

د اوکراين په لوبډله کې داسې ځانگړى کس هم نشته چې د چا سترگه ترې وسوځيږي که د انگستان او فرانسې په لوبو کې يې يوه وگټله ډير امکان شته چې له سويډن سره هم برى ومومي او دويم پړاو ته لار ومومي. خو داسې ښکاري چې ښايي د لوبو په مساوي کولو او بايللو کې تر بري ډير لاسبري وي.

سويډن

د سويډن لوبډله تر اوکرايني هغې ښايي ځوانه ، لا سره تړلې او چابکه واوسي خو د اوکراين په څير په خپل کور کې لوبه نه کوي.

سويډن ښايي انگلستان او فرانسې ته دومره سرخوږى جوړ کړي چې لوبې ورسره مساوي کړي خو دويم پړاو ته د دوى د تگ هيلې لږ تر لږه د سياليو تر پيل وړاندې کمې دي.

فرانسه

د اروپا د فوټبال اتلوليو دوه ځلي اتله فرانسه وروسته له څو کلونو بيا په پښو دريدلې ښکاري. له کله چې زيدان له لوبې تقاعد شوى د فرانسې لوبډله مخ په ځوړ روانه وه.

خو اوس داسې ښکاري چې يو وار بيا د ځينو نويو لوبغاړو په موندلو د فرانسې ملي لوبډله ښه شوې ده.

په دې وروستيو کې فرانسې جرمني ته په جرمني کې ماتې ورکړې وه او د غوراوي په پړاو کې هم ښه ځليدلې وه.

که له ډي گروپ څخه فرانسه دويم پړاو ته ونه ووته د ډيرو به د حيرت گوتې په غاښ شي.

انگلستان

تر سياليو ايله څو مياشتې وړاندې د انگلستان روزونکى کپېلو له خپلې دندې لاس په سر شو.

د هغه ځاى ناستى د سياليو تر پيل څو اوونۍ وړاندې وټاکل شو چې تجربه لرونکى هاډسن دى.

د انگلستان تر ټولو ډير منل شوى لوبغاړى واين روني د دغو سياليو په لومړنيو دوو لوبو کې چې له فرانسې او سويډن سره دي د لوبې حق نه لري ځکه چې د غوراوي په يوه لوبه کې يې سور کارډ ليدلى و.

د روني په نشتوالي کې د انگستان نوره لوبډله هغومره خطرناکه نه ښکاري خو د والکاټ چټکتيا، د نسبتآ ښې دفاع او منځډگرو لوبغاړو په برکت ښايي انگلستان تر منځلوبو ځان ورسوي.

په منځلوبو کې خبره د بخت ده، که د ډي گروپ گټونکي شو ښايي له ايتاليا يا کرويشيا سره مخامخ شي خو که په خپل گروپ کې دويم مقام خپل کړي نو ډير امکان دا دى چې له اسپانيا سره به مخامخيږي.

د ايتاليا او کرويشيا په وړاندې د انگلستان د بري چانس ليدل کيږي خو له اسپانيا سره به گرانه وي.

خو انگريز لوبغاړي پوهيږي چې له فرانسې سره لومړنۍ لوبه يې تر هر څه مهمه ده، که يې فرانسه ماته کړه ښايي دومره هوډ او قوت ومومي چې بيا له اسپانيا هم ويره ونه لري

ورته مطالب