ايتاليا وايي که له اروپايي اتلوليو ووځو خير دى

Image caption د ملي لوبډلې روزونکي پرندالي له يوه لوبغاړي سره.

د ايتاليا د فوتبال ملي لوبډلې روزونکى سيزار پرانديلي وايي که چيرې د دۀ هيواد د فساد له امله د ٢٠١٢ کال له اروپايي فوټبال اتلوليو ووځي اندېښمن نه دى.

د ايتاليا لوبډله په کور دننه د پيسو په بدل کې د لوبو د پايلو د ټاکلو له لوى تور سره مخامخ ده چې لوى فساد بلل شوى دى.

د ايتاليا پوليسو په همدې تړاو ١٩ کسان تر اوسه نيولي دي.

د ايتاليا د ملي لوبډلې يو لوبغاړى دامينيکو کريسيتو پوليسو په داسې حال کې پوښتلى چې هغه له ملي لوبډلې سره په روزنه بوخت و.

د ايتاليا لومړي وزير ماريو مونتي د فوتبال سياليو د ځنډولو غوښتنه کړې ده.

له يوۀ ايتاليايي تلويزيون سره په مرکه کې د ملي لوبډلې روزونکي پرندالي وويل:

" که چيرې راته وواياست چې د فوټبال لوبې د ښه والي لپاره په اروپايي سياليو کې گډون مه کوئ دا به زما لپاره د اندېښنې وړ خبره نه وي."

روزونکي زياته کړه چې تر لوبې نورې خبرې مهمې دي.

دۀ وويل:

" ماته غوره دا ده چې له ننگونو سره مخامخ شم او داسې ونه کړم چې د يو څه پايلو ته له پامه پرته گام واخلم."

د پوليسو له پوښتنو گروږنو وروسته ايتاليايي لوبغاړي کريسيتو له ملي لوبډلې وايستل شو خو هغه وويل چې په دې پريکړه هېښ شوى دى.

د اروپا د لويې وچې په اتلوليو کې ايتاليا په سي گروپ کې له اسپانيا، د ايرلنډ جمهوريت او کرويشيا سره مخامخ ده.

د ايتاليا لومړنۍ لوبه د جون په ١٠ مه نېټه له اسپانيا سره ده.

په ايتاليا کې څارنوالان د ٣٣ داسې لوبو په څيړنه بوخت دي چې د دوى په گومان د پيسو په بدل کې د سيالۍ پايلې بدلې شوې دي.

په ٢٠٠٦ کال کې د ايتاليا لوى کلب يوونتيس د ورته درغليو په تور له مخکښه سريا اې ليگ څخه وشړل شو او له نورو لويو کلبونو پواينټونه د جريمې په توگه واخيستل شول.

ايتاليا اوس د چمتووالي په نيت ځينې دوستانه لوبې کوي چې په هغو کې يې يوه لوبه د جون په لومړۍ نېټه له روسيې سره وه او درې صفر يې په کې ماتې وخوړه.

ځينې دغه لويه ماتې له فساد سره په تړاو خبرونه گڼي چې پر لوبغاړو يې رواني فشار راوستى دى.

ورته مطالب