د جرمني د پام وړ لوبغاړى مسعود اوزيل

Image caption ځينې مسعود اوزيل د ارجنتاين له ستوري ليونيل ميسي سره پرتله کوي.

په ٢٠١٠ کال کې چې په سويلي افريقا کې د فوتبال نړيوالې اتلولۍ ترسره کېدې مسعود اوزيل چا نه پېژاندۀ.

خو هغه اتلولۍ لا پاى ته نه وې رسيدلې چې دغه نوم د ډيرو په خولۀ کښېناست او د نړۍ يوۀ خورا لوى کلب، ريال مادريد، پرې په ميليونونو ډالر ورکړل چې ورسره لوبه وکړي.

مسعود اوزيل، د ترکي کډوالو په کورنۍ کې زيږيدلى او منځډگرى يا ميډفيلډ کې لوبه کوي.

مسعود اوزيل چټک لوبغاړى دى.

له تخنيکي پلوه ستونزه نه لري، خلاق لوبغاړى دى او داسې پاسونه کوي چې د سيالې لوبډلې ملا ماتوي.

دى نورو ته گول جوړوي او خپله هم گول کوي.

دفاع ته هم ملا تړي او همدا هغه ټولې برخې دي چې له مسعود اوزيل څخه يې په لنډ وخت کې بشپړ لوبغاړى جوړ کړى دى.

ځينې مسعود اوزيل د ارجنتاين له ستوري ليونيل ميسي سره پرتله کوي.

ميسي دا تير څو کاله د نړۍ بهترين لوبغاړى بلل شوى دى.

د جرمني د فوټبال فدراسيون د تنخيکي څانگې مشر مهتيز سامر وايي دۀ تر مسعود اوزيل ښه ځوان لوبغاړى بل په دې وروستيو کې نه دى ليدلى.

مسعود اوزيل له رايل مادريد سره د اسپانيا د مخکښه ليگ اتلولۍ سږ کال وگټلې.

هلته يې لوبه د پام وړ وه، ډير په دې باور دي چې د اروپا د لويې وچې په اتلوليو کې هم ښايي اوزيل وځليږي او د دۀ په مرسته به جرمني پايلوبه يا نيمه پايلوبه کوي.

ورته مطالب