وان پرسي ، د هالنډ گول وهونکى ماشين

Image caption د لندن له ارسنل کلب سره په لوبه کې سږ کال وان پرسي په يوازې ٤٨ لوبو کې ٣٧ گولونه وکړل.

د هالنډ په فوټبال ملي لوبډله کې گڼ داسې ستوري شته چې سترگې ور اوړي او د لوبې د بدلولو استعداد لري خو هالنډيان به وان پرسي ته ډير گوري چې گولونه ورته وکړي.

٢٩ کلن وان پرسي نن سبا د اروپا يو له مخکښو گول وهونکو څخه بلل کيږي.

دۀ تر اوسه ٦٤ لوبو کې د هالنډ له خوا لوبه کړې ده او ٢٨ گولونه يې په کې کړي دي.

وان پرسي په کيڼه پښه ډير زورور دى خو ښۍ پښه يې هم سم کار ورکوي.

دى ولاړ توپ په ښه هنر وهي او له ډي دباندې ترلاسه کړى فول ډير ځله د وان پرسي په کيڼه پښه د گول جال خوځوي.

وان پرسي په سر هم گڼ گولونه کړي دي او په دې توگه د يوۀ گول وهونکي لپاره داسې څه نشته چې په وان پرسي کې دې نه وي.

د لندن له ارسنل کلب سره په لوبه کې سږ کال وان پرسي په يوازې ٤٨ لوبو کې ٣٧ گولونه وکړل.

ډير په دې باور دي چې د هالنډ په بري کې به د وان پرسي لوبه خورا مهمه وي.

د اروپا د لويې وچې تر اتلوليو وړاندې په وروستۍ لوبه کې له شمالي ايرلنډ سره وان پرسي دوه گولونه وکړل او ثابته يې کړه چې د گول وهلو په هنر کې بې جوړې دى.

ورته مطالب