د اروپايي اتلوليو د پايلوبې لوبغالى

Image caption پايلوبه د اوکراين په پلازمېنه کييف کې په اولمپيک نومي لوبغالي کې ترسره کيږي.

د جون له اتمې نېټې د اروپا د لويې وچې د ١٦ هيوادونو ترمنځ د فوټبال اتلوليو پيليدونکې سيالۍ د جولاى په لومړۍ نېټه پاى ته رسيږي.

په همدې نېټه به پايلوبه د اوکراين په پلازمېنه کييف کې په اولمپيک نومې لوبغالي کې ترسره کيږي.

دغه لوبغالى په ١٩٢٣ کال کې جوړ شو خو د اروپا د اتلوليو لپاره په ٢٠١١ کال کې له سره کار پرې وشو.

په دې لوبغالي کې د اوکراين ملي لوبډله خپلې نړيوالې سيالۍ ترسره کوي خو کوم کلب په کې لوبه نه کوي.

په بيا رغاونه کې د دې لوبغالي ټولې هغه برخې وپوښل شوې چې نندارچيان په کې کښېني.

دا لوبغالى د کييف ښار د ديناپير سيند په غاړه جوړ شوى دى.

په دې لوبغالي کې يوازې پايلوبه نه بلکې د ډي گروپ ځينې سيالۍ هم ترسره کېدونکې دي.

اوکراين به له سويدڼ سره په همدې لوبغالي کې لوبه کوي.

سويدڼ او فرانسه او سويډن او انگلستان هم دغلته يو بل ته مخامخيږي.

د اتلوليو يوه منځلوبه يا کواټر فاينل هم پر همدې لوبغالي کې کيدونکى دى.

په دې لوبغالي کې تر اويا زرو ډير نندارچيان لوبه کتلى شي.

ورته مطالب