روسيې - چک ته ماتې ورکړه پولنډ - يونان مساوي شول

د انځور حقوق Getty
Image caption روسيه له چک جمهوريت سره مخامخ وه.

د اروپا د لويې وچې په فوټبال اتلوليو کې د اې گروپ لومړنۍ لوبې له لوړو ژورو ډکې وې. روسيې لوى برى وموند خو کوربه هيواد لوبه مساوي کړه.

د اروپا د لويې وچې په فوتبال اتلوليو کې لومړنۍ ورځ د اې گروپ په دوو لوبو پاى ته ورسيده.

په لومړنۍ سيالۍ کې کوربه هيواد پولنډ خورا ښه لوبه پيل کړه.

د يونان پر گول يې سر په سر بريدونه وکړل.

د يونان د ښي لاس دفاع کمزورې ښکاريده خو پولنډي لوبغاړو له ښې لوبې ښه گټه وانه خيسته.

د لومړي پړاو تر پايه لوبه يو يو مساوي وه خو د يونان يوۀ لوبغاړي ته دوه ژيړ کاردونه ښکاره شول او په دې توگه لوبه د ١١ او ١٠ لوبغاړو ترمنځ شوه.

پولنډ ١١ لوبغاړي لرل خو د لوبې په دويم پړاو کې بې سېکه ښکاريدل.

د يونان ١٠ لوبغاړو لوبه چټکه کړه او په يوۀ پاس يې د پولنډ ټوله دفاع ماته کړه.

د پولنډ گول ساتونکي فول وکړ، سور کارډ يې وليد او لوبه بيا د ١٠ لوبغاړو ترمنځ شوه.

خو پولنډ يوازې د گول ساتونکي وير نه کاوۀ، يونان ته ريفري يا لوبڅار پيناتي هم ورکړه.

يونان له پيناتي هڅې گټه وانه خيسته.

لوبه يو په يو مساوي پاى ته ورسيده او پام د اې گروپ دويمې لوبې ته واوښت.

روسيه له چک جمهوريت سره مخامخ وه.

د روسيې کپتان ارشاوين په خپلو ملا ماتوونکو پاسونو د چک دفاع په پرله پسې ډول دړې وړې کړه.

په اول پړاو کې روسيې دوه گولونه وکړل خو که يې بخت ياري کړې واى او اسانه چانسونه يې تر جاله رسولي واى ښايي درې څلور يې نور هم کړي واى.

په دويم پړاو کې چک ښه پيل وکړ او په خپل يوازيني گول يې داسې ښکاره کړه چې روسان به د لومړي پړاو له لاسه ورکړي چانسونه يادوي.

خو روسيې دوه نور گولونه وکړل او لوبه يې څلور يو وگټله.

که روسيه په دفاع لږ پام وکړي د حيرانتيا خبره به نه وي چې په دې سياليو کې ډيره پر مخ لاړه شي.

د لومړۍ ورځ په پاى کې د اې گروپ سرلارې روسيه ده او تر ټولو ډير تاوان چک جمهوريت کړى دى ځکه چې پوانيټ نه لري.

روسيه درې پواينټونه، پولنډ او يونان يو يو پواينټ خپل کړى دى.