اوکراين سويډن مات کړ انگلستان او فرانسه مساوي شول

د انځور حقوق AFP
Image caption د فرانسې سميع ناصري په ۳۹ دقيقه ګول وواهه او لوبه يې مساوي کړه.

د ډي گروپ لومړنۍ دوه لوبې د کوربه هيواد په بري او د فرانسې او انگلستان په مساوي کيدا پاى ته ورسېدې.

لومړۍ لوبه د فرانسې او انگلستان ترمنځ وه.

انگلستان محتاطه و او فرانسې د بريد په نيت لوبه کوله.

خو دا انگريز لوبغاړى ليسکاټ و چې په ٣٠ مه دقيقه کې يې د کپتان جراډ د ښي لاس پاس په سر د گول تر جاله ورساوۀ.

فرانسې سم لاسي بريدونه پسې چټک کړل.

٣٩ مه دقيقه وه چې سميع ناصري د ډي له کرښې دباندې شاټ وکړ او د انگلستان د گول ښي لاسته يې له ستن سره نژدې انگريز گول ساتونکى مات کړ او لوبه يې مساوي کړه.

د لوبې پاتې برخه د فرانسې په بريدونو، د انگلستان په دفاع او کله نا کله کاري بريدونو پاى ته ورسيده.

اوکراين او سويډن

د ډي گروپ لومړنى برى د کوربه هيواد اوکراين په برخه شو.

اوکراين له سويډن سره لوبه کوله چې د لوبې په ٥٢ دقيقه کې سلطان ابراهيمويچ په کې د سويډن لپاره گول وکړ.

د ابراهيمويچ له گول سره سم اوکرايني لوبغاړي ويښ شول او د دوى ستورى او کپتان شفچينکو دوه گولونه، دواړه په سر وکړل او خپل هيواد ته يې برى ورپه برخه کړ.

د دغه گروپ دريمه او څلورمه لوبه د سويدڼ انگلستان او اوکراين فرانسې ترمنځ د جمعې په ورځ ده.

تر هغو ښايي د نورو گروپونو اتلان هم جوت شي.

اوس د اروپا د لويې وچې په روانو فوټبال اتلوليو کې ټولو ١٦ هيوادونو خپله لومړنۍ لوبه بشپړه کړه.

له لومړنيو لوبو وروسته داسې ښکاره شول چې جرمني او اسپانيا غښتلي دي، روسيه او ايټاليا سختې لوبډلې دي خو له دغو ور ها خوا هم ښايي داسې څوک وليدل شي چې تر اوسه ترې د چا سترگه نه سوځېده.

ورته مطالب