١٩ کلنو لوبغاړو کريکټ ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه

نوروز منگل د انځور حقوق AFP Getty
Image caption نوروز منگل سليزه وکړه خو لوبډلې يې له تنکيو زلمو دويمه پرله پسې ماتې وخوړه

د افغانستان د ١٩ کلنو کريکټ لوبغاړو او ملي لوبډلې ترمنځ د درو يو ورځنيو لوبه دويمه هغه هم د تنکيو ځوانانو په بري پاى ته ورسېده.

د کابل په نوي جوړ شوي کريکټ لوبغالي کې ملي لوبډلې لومړى منډو ته ملا وتړله.

کپتان نوروز منگل سليزه وکړه او ورسره محمد نبي او شهزاد محمدي پنځوسيزې درلودې.

ملي لوبډلې په خپلو ټاکلو ٥٠ اوورونو کې ٣٤٨ منډې وکړې چې خورا ډيرې ښکاريدې.

د ١٩ کلنو لوبډلې چې لومړۍ لوبه يې د پنجشنبه په ورځ ( د جون ١٤) په همدې لوبغالي گټلې وه دا ځل هم ټاکل هدف تر لاسه کړ.

د لومړۍ لوبې په څير د ١٩ کلنو د لوبډلې پخواني کپتان نورالحق سليزه وکړه.

Image caption د کابل په کريکټ لوبغالي کې گڼ نندارچيان د لوبې نندارې ته ناست و

خو د دوى نجيب ځدراڼ يوازې په څو ويشتو توپونو نا سوځېدلې ٨١ منډې وکړې چې برى يې يقيني کړ.

د ١٩ کلنو لوبډلې په وروستيو نهو اوورونو کې د نژدې ١٣ په اوسط ١٢٩ منډې وکړې.

دا هغه وخت و چې د افغانستان منل شويو بالرانو، محمد نبي، شاپور ځدراڼ او دولت ځدراڼ توپونه اچول.

دغه لوبې د ملي لوبډلې او د ١٩ کلنو د راتلونکو نړيوالو سياليو د چمتووالي د يوې برخې په توگه ترسره کيږي.

ملي لوبډلې د جولاى په مياشت کې ايرلنډ ته سفر کوي چې يوه څلور ورځنۍ دوه يو ورځنۍ لوبې په کې ترسره کيدونکې دي.

د ١٩ کلنو لوبډله بيا د جون په ٢١ مه نېټه ماليزيا ته سفر کوي چې د اسيا په سياليو کې برخه واخلي.

ورته مطالب