اسپانيا دويم پړاو ته ورسيده او ايرلنډ کور ته ستنيږي

سېلوا د انځور حقوق Reuters
Image caption د اسپانيا دويم گول سېلوا وکړ

د اروپا د لويې وچې په فوټبال اتلوليو کې د سي گروپ دريځ له دوو لوبو وروسته ايله دومره روښانه شو چې له څلورو لوبډلو يوه د دريمې لوبې پايلې ته اړتيا نه لري او بايد کور ته ستنه شي.

دا د ايرلنډ جمهوريت و چې له اسپانيا سره يې دويمه لوبه لرله او څلور صفر يې په کې ماتې وخوړه.

دا د روانو سياليو تر ټولو لويه ماتې وه.

د اسپانيا له خوا فرنيندو توريز دوه، سېلوا او فبريگاس يو يو گول وکړ.

ايرلنډ د دويمې دقيقې له يوۀ بريد پرته په ټوله لوبه کې بې سېکې او بې دفاع ښکاره شو.

فرنيندو توريز چې په دې وروستيو کې ډير نه ځليدۀ له دې حالته گټه واخيسته او دوه گولونه يې وکړل چې د دۀ د نړيوالو سياليو ٣٠ او ٣١ گول و.

ايرلنډ په وروستۍ لوبه کې له ايتاليا سره راتلونکې اوونۍ لوبه کوي خو که يې وهم گټله څه گټه نه شي کولى.

ايتاليا د سي گروپ دويمه لوبه له کرويشيا سره درلوده چې ښه په قوت يې پيل کړه.

ايتاليايي لوبغاړو پرله پسې بريدونه وکړل او په لومړي پړاو کې يې يو گول هم په برخه شو.

دوى د نورو گولونو چانس هم لارۀ خو پرې ونه توانيدل او په پاى کې هم دې ضايع شويو چانسونو تاوان ور واړاوۀ.

په دويم پړاو کې کرويشيا گول وکړ او لوبه يې مساوي کړه.

په سي گروپ کې له دوو لوبو وروسته اوس اسپانيا د شپږو پواينټونو په لرلو تر ټولو وړاندې ده.

ايتاليا دوه او کرويشيا څلور پوانيټونه لري.

په دريمه لوبه کې ايتاليا له ايرلنډ سره او کرويشيا له اسپانيا سره مخامخ ده.

که ايتاليا وگټله نو پنځه پوانيڼونه به ولري چې تر اسپانيا لږ دي او که کرويشيا اسپانيا ته ماتې ورکړه نو د دوى به اووه پواينټونه شي او په دې ډول به اسپانيا او کرويشيا دويم پړاو ته لار مومي.

که چيرې د اسپانيا او کرويشيا لوبه مساوي او د ايتاليا لوبه په بري پاى ته ورسيده بيا به د کرويشيا او ايتاليا ترمنځ د گول توپير دويمه لوبډله ټاکي.

ورته مطالب