جرمني او پرتگال منځلوبو ته ورسېدل

د جرمني او پرتګال لوبه د انځور حقوق AFP
Image caption د پرتگال ستوري کريستيانو رونالدو چې په تېرو دوو لوبو کې نه و ځلېدلى دا ځل خپله وړتيا وښووله.

د بي گروپ له روانو اتلوليو وړاندې لا تر ټولو خطرناک بلل شوى و.

جرمني د هر چا په خولۀ وه خو هالنډ، پرتگال او د ١٩٩٢ کال گټونکى ډنمارک هم چا نه هېرول.

جرمني خپلې درې سره لوبې وگټلې او د بي گروپ اتل شو خو يو وخت داسې ويره وه چې د دوو لوبو له گټلو وروسته هم لا جرمنيان ښايي باوري نه وي چې دويم پړاو ته لار مومي که نه.

لوبه د تل غوندې په ډاډ جرمن لوبغاړيو پيل کړه.

پډولسکي گول وکړ او که د چا اندېښنه وه هغه يې ختمه کړه خو ډنمارک د لومړي پړاوتر پاى وړاندې گول مساوي کړ او يو وار بيا دا پوښتنې پيدا شوې چې د بي گروپ کوم هېوادونه کور ته ستنيدونکي دي.

په بله لوبه کې هالنډ له پرتگال څخه په لسمه دقيقه کې په گول کولو وړاندې شو.

خو د هالنډ دفاع د نورو دوو لوبو غوندې بې سېکه ښکارېده.

د پرتگال هر وار داسې ښکارېدۀ چې په گول بايد بدل شي.

د پرتگال ستوري کريستيانو رونالدو چې په تېرو دوو لوبو کې نه و ځلېدلى دا ځل خپله وړتيا وښووله.

دۀ دوه گولونه وکړل ، يو ځل يې ستن ووهله او څو ځله يې گول ساتونکى دفاع ته اړ کړ.

د رونالدو دوو گولونو پرتگال ته برى په برخه کړ او جرمني هم خپله لوبه دوه يو وگټله.

په دې توگه جرمني اول او پرتگال دويم شو.

په منځلوبه کې به جرمنيان د اې گروپ له دويمې لوبډلې يونان او پرتگال د اې گروپ له اتل چک جمهوريت سره مخامخ وي.

د څلورو سرو لوبډلو وړتيا ته په پام سره دا امکان ليرې نه دى چې نيمه پايلوبه د جرمني او پرتگال تر منځ وشي په دې مانا چې دوى دواړه به خپلو سيالانو ته په منځلوبه کې ماتې ورکوي.

ورته مطالب