اسپانيا او ايټاليا منځلوبو کې ځاى وموند

اسپانيا او ايټاليا منځلوبو کې ځاى وموند د انځور حقوق AFP
Image caption ايتاليا له خپلې لومړنۍ لوبې پرته چې له اسپانيا سره يې وکړه په نورو دوو لوبو کې پياوړې ښکاره شوه.

د سي گروپ په وروستيو لوبو کې اسپانيا له هيلو خلاف داسې لوبه کوله لکه چا چې يې پښه نيولې وي.

د روسيې له ماتې او له اتلوليو تر وتلو وروسته اوس هره لوبډله په ډار لوبه کوي چې هسې نه په هغه برخليک وانه وړي.

اسپانيا څلور پواينټونه لرل که دغه وروستۍ لوبه يې له کروېشيا سره مساوي کړې هم واى دويم پړاو ته رسېدل.

خو په دويمه لوبه کې ايتاليا د ايرلنډ جمهوريت ته دوه صفر ماتې ورکوله او که اسپانيا له کروېشيا سره لوبه داسې مساوي کړې واى چې دواړو گول کړى واى بيا نو کرويشيا د اسپانيا پر ځاى دويم پړاوته رسېده.

خو اسپانيا په څو اتيايمه دقيقه کې گول وکړ او په دې ډول يې د سي گروپ اول مقام خپل کړ.

کروېشيا ښه لوبه وکړه، د يوې پيناتي لپاره يې پر حق غږ وکړ چې لوبڅار ونه مانۀ خو په پاى کې د اسپانيا ښه لوبه وه چې منځلوبو ته يې ورسوله.

ايتاليا له خپلې لومړنۍ لوبې پرته چې له اسپانيا سره يې وکړه په نورو دوو لوبو کې پياوړې ښکاره شوه.

اوس به اسپانيا د ډي گروپ له دويم او ايتاليا د ډي گروپ له گټونکي سره منځلوبه کوي.

ورته مطالب