'اوسپنیز' پوتین ۲۰۱۲ اولمپیک لوبو کې ګډون کوي

ولادیمیر پوتین د انځور حقوق
Image caption ۵۹ کلن ولادیمیر پوتین د جودو قتالي هنر له سختو مینه والو دی.

د روس ولسمشر ولادیمیر پوتین- چې جودو کې تور کمربند هم لري- هوډ لري چې لندن کې د ۲۰۱۲ اولمپیک لوبو کې د جودو سیالۍ له نژدې وګوري.

نوموړی به د اولمپیک د لوبو پرمهال د خپلې خوښې لوبو ننداره کوي.

د کرملین ماڼۍ یوه ویاند دیمیتري بیسکوف دا څرګندونې په مکسيکو کې د شلو اقتصادي ځواکونو د سرمشريزې د بهیر پرمهال کړې دي.

د پوتین له خولې ویل شوي، چې د برتانیا لومړي وزیر ډېوېډ کامیرون ددغو لوبو د تماشا بلنه ورکړې ده.

د ۲۰۱۲ کال اولمپیک لوبې د راتلونکې جولای له ۲۷ د اګست تر ۱۲ پورې د برتانیا لندن ښار کې دوام مومي.

د کرملین ویاند یوې لنډې خبري غونډې ته وویل "وروسته به ولسمشر ددغو لوبو په اړه وروستۍ پرېکړه وکړي."

۵۹ کلن ولادیمیر پوتین د جودو قتالي هنر له سختو مینه والو دی.

له ۲۰۰۳ کال وروسته د روسیې د ولسمشر په توګه ولادیمیر پوتین د لومړي ځل لپاره برتانیا ته ولاړ.

نوموړي د برتانیا له لومړي وزیر ډېوېډ کامیرون سره په دوه اړخیزو خبرو کې پر یو لړ مسایلو خبرې وکړې.

ورته مطالب