د ۱۹ کلنو کریکټ: سریلانکا افغانستان مات کړ

د انځور حقوق Getty
Image caption د افغان لوبډلې له خوا تر ټولو ډېرې منډې شبیر نوري وکړې چې پنځه ویشت وې.

د افغانستان د کریکټ تر نولس کلونو ټیټ عمره ملي لوبډلې خپله لومړۍ لوبه سریلانکا ته وبایلله.

افغان لوبډلې پچه وګټله او په خپله یې منډو جوړولو ته ملا وتړله.

د افغان لوبډلې منډې جوړول کمزوري وو او ټول لوبغاړي یې د ۱۲۹ منډو په ترلاسه کولو له وسوځېدل.

د افغان لوبډلې له خوا تر ټولو ډېرې منډې شبیر نوري وکړې چې پنځه ویشت وې.

افسر خان او شرف الدین په صفر اوټ شول.

افغان لوبډلې خپل ټول پنځوس اورونه ونه لوبول او د ۳۴ اور په پنځم توپ یې وروستی لوبغاړی هم وسوځېد. د سریلانکا لوبډلې ټاکلی هدف د شپږدېرشم اور په څلورم توپ پوره کړ.

د افغانستان له لوري آفتاب عالم درې ویکټې، شبیر نوري دوه او یمین احمدزي یوه ویکټه واخیستې.

د جون پر ۲۴مه (یکشنبه) افغانستان له قطر، پاکستان له هندوستان، بنګله دېش له سریلانکا او مالیزیا له نیپال سره لوبه لري.

دغو لوبو ته له څو ورځو راهیسې جلال اباد کې چمتووالی روان و.

د ۱۹ کلنو کریکټ لوبډله د روانې جون پر ۱۱مه اعلان شوه، چې ځینو تیزو بالرانو ته په کې ځای ورکړل شوی دی.

ورته مطالب